د لاس رسي وړ اتصالات

د حسنې مبارک د مړېنې په اړه ضد او نقیض راپورونه


د مصر د امنیتي چارو سرچینې وایي چې پخوانی ولسمشر بې هوشه شویدی او اوس د تنفسي آلې پواسطه ساه اخلي.

د دې خبر نه وړاندې د مصر رسمي خبري آژانس وویل چي ددغه هیواد پخوانی جمهوررئیس ( حسني مبارک ) هغه سړی چي له اوږدې مودې را پدې خوا په منځني ختیځ کي د ثبات نښه او سیمبول و، مګر د خلکو په پاڅون کي را وپرځول سو، مړ سوی دی او مرګ یې د رغتون له خوا تایید سوی دی. مګر امنیتي منابعو خبري آژانسونو ته ویلي دي چي دا خبر ډیر مخکي اعلان سوی دی.

د مصر د ( مینا ) خبري آژانس اعلان وکړ چي د ٨۴ کلن حسني مبارک ډاکټرانو پرون د سه شنبې په ورځ دا اعلان وکړ، مګر د امنیتي چارو منابعو وروسته وویل چي هغه لا د ماشینونو په وسیله ژوندی ساتل سوی دی.

پوځي چارواکو دا خبره منلې ده چې په حسنې مبارک دماغي حمله راغلې وه خو اوس د وخت نه مخکې خبره ده چې وویل شي هغه مړ دی.

مبارک د تقریبا ٣٠ کالو لپاره د مصر جمهوررئیس و، څو چي د ٢٠١١ کال د فیبروري په میاشت کي د خلکو په عمومي مظاهرو او پاڅون کي راوپرځول سو.

حسني مبارک د مصر د عدلیې د وزارت د یوه مامور زوی و. هغه د هغه هیواد په هوایي قواو کي شامل سو او ددغو قواو قوماندان او ورپسې ددفاع د وزیر مرستیال سو.

مبارک په ١٩٧٥ کال کي د مصر د جمهوررئیس انور سادات مرستیال مقرر سو او کله چي انور سادات د ١٩٨١ کال د اکتوبر په میاشت کي د اسلامي یاغیانو له خوا ووژل سو، نو ښاغلی مبارک د هغه د مړي څنګ ته ناست و.

له دینه وروسته خپله د مصر جمهوررئیس سو او د لویدیځ د یوه باوري متحد او ملګري په توګه یې خپل قدرت وساته. هغه په ١٩٧٩ کال کي د اسرائیلو سره د سولی د تړون احترام وکړ، که څه هم چي د منځني ختیځ په زیاترو ملکونو کي ددې پریکړي سخت مخالفتونه وښودل سول.

XS
SM
MD
LG