د لاس رسي وړ اتصالات

۲۲ میلیونه مصریانو د مرسي استعفا غوښتې


په قاهره کې د پلان سره سم د مظاهرو دپاره ډیر زیات خلک غونډ شویدي او د ولسمشر محمد مرسي استعفا غواړي.

د ننۍ مظاهرو تنظیمونکو ویلي دي چې د ۲۲ملیونو نه زیاتو خلکو د دوي دغه عریضه امضا کړیده اوغواړي چې اسلام پاله رهبر استعفا وکړي. دغه مظاهره ښیي چې عام ولس څومره د هغه د واکمنۍ خلاف دی.

خلګ د مظاهرو نه مخکي، د شنبې په ورځ د قاهرې د تحریر په میدانۍ کې غونډ شوي وو.
د رپوټونو له مخې په تیرې اونۍ کې د محمد مرسي د پلویانو او مخالفانو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۷ تنه چې یو په کې امریکایۍ دی، وژل شویدي او په سلګونو تنه نور ټپیان شویدي.

ولسمشر بارک اوباما د شنبې په ورځ وویل چې په مصر کې د سیاسي ناکراریو زیاتیدلو امریکا ته اندیښنه ور اچولې ده. ښاغلي اوباما په پریتوریا کې د جنوبی افریقا د ولسمشر جکوب زوما سره په خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا په مصر کې د بدلون لپاره د سوله ایزې طریقې ملاتړ کوي. ،،زما په فکر هر ګوند باید تشدد وغندي. مونږ غواړو چې مخالفین او ولسمشر محمد مرسي په خپلو کې رغوونکي خبرې اترې وکړي چې څنګه خپل هېواد پرمخ یوسي، ځکه چې دغه روان حالت د هیچا په گټه نه دی.،،

مقامات وايي چې د جمعې په ورځ په مصر کې دری تنه ووژل شول. په دې دریو کسانو کې یو انډرو پوچر وو چې یو امریکایی محصل ؤ او په په الکساندریه کې یې په مظاهرو کې عسکونه اخیستل. هغه په چاقو وهل شوی او وژل شوی وو.

د پوچر کورنۍ یو بیان خپورکړی دی او ویلی یې دي چې د هغه د دې سیمې کلتور ډیر خوښ ؤ او د اوړي په رخصتیو کې یې په السکاندریی کی د ښوونځی شاګردانو ته د انګلیسي ژبې درس ورکوی.

XS
SM
MD
LG