د لاس رسي وړ اتصالات

محمدالبرادي په مصر کې نوی ګوند تاسیس کړ


په مصر کې د اصلاحاتو مشر محمد البرادي یو نوی سیاسي ګوند تاسیس کړی دی چې د هغه په وینا به د مصریانو د یووالي دپاره کار وکړي او ددغه هیواد انقلاب به د ډیموکراتیک د ګډوډ عبوري بهیر نه وژغوري.

دغه نوی ګوند د البرداري دپاره د عوامو ترمنځ د بیا راښکاره کیدو پیل ګڼل کېږي هغه د جنورۍ په میاشت کې ویلي و چې د ولسمشرۍ د ټاکنو دپاره به ونه دریږي ځکه د هغه په وینا د مصر اوسنی عبوری بهیر ګډوډ دی

څلور میاشتې مخکي د انتخباتو نه د البرادي وتلو په دغه هیواد کې لیبرال او چپیانو ته غټه ضربه ورکړ ه ځکه هغوي د حسن مبارک په راپرځولو کې ډیر زیار ایستلی و او غوښتل یې چې په البرادي پسي ودریږي او مصر ته ډیموکراسي راولي خو د البرادي د وتلو سره دوي د مصر په پارلماني انتخاباتو کې هم په بد رقم ماتې وخوړله.

په دغو انتخاباتو کې اسلامي ډلو، د اخوان المسلمین په ګډون د صحافي ګوند اکثریت وګټي چې ډیر محافظه کاره دي. دوي په پارلمان کې نږدې ۷۰ په سلو کې رایې وګټلې.

XS
SM
MD
LG