د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر د موقت حکومت کابینې استعفا کړې


د مصر موقت لومړي وزیر حازم الببلاوي وايي چې د هغه کابینې استعفا کړې ده. هغه دغه اعلان د دوشنبې په ورځ د یوې ټلویزوني وینا په ترڅ کي وکړ خو کوم دلیل یې وړاندي نه کړ.


د پوځ په ملاتړ موقت حکومت د هغه وخت راهیسي د مصر مشري کوله کله چې ددغه هېواد پوځ ولسمشر محمد مرسي د تیرکال د جولای په میاشت کي د واک څخه راوپرځوی.


مصر په پام کي لري چې د روان کال د اپریل په میاشت کي د ولسمشرۍ ټولټاکنې ترسره کړي چې وروسته به یې پارلماني ټولټاکنې هم ترسره شي.


د مصر لوي درستیز عبدالفتاح السیسي لا تر اوسه پوري اعلان کړې نه ده چې هغه به ددغه هېواد د جمهوري ریاست په ټولټاکنو کي د کاندید په توګه ودریږي او که نه خو زیات شمیر ناظرین په دې باور دي چې هغه به ځان کاندید کړي او زیاته اندازه ملاتړ به هم ولري.
XS
SM
MD
LG