د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې مظاهرې پیل شوي


په مصر کې مظاهرې پیل شوي
په مصر کې مظاهرې پیل شوي

د مصر د حکومت یوه مخالف ګوند نن په قاهره کې ې پراخو مظاهرو غږ کړی. له دې یوه ورځ مخکې پولیسو د قاهرې د ښار په مرکزي څلورلاري کې مظاهره چیان ووهل او د هغوی د خورولو لپاره یې پرې اوښکې بهوونکي ګاز وشیندل.

د اپریل شپږمې په نامه د ځوانانو غورځنګ خپل په فیسبوک پاڼه باندې پر مظاهره چیانو غږ کړی چې د چهارشنبې په ورځ مظاهرو ته ادامه ورکړي. د پرون راهیسې دا مظاهرې د جمهور رئیس حسن مبارک د څو لسیزو واکمنۍ په خلاف تر ټولو پراخه مظاهرې دي.

قهرجنو مظاهرو کوونکو چې ډبرې یې وارولې، پرون د څو ساعتونو لپاره د قاهرې د تحریر یا آزادئ څلور لاری نیولی و، پولیسو د مظاهرو چیانو د خورولو لپاره پر هغوی اوښکې بهوونکي ګاز او اوبه شیندلې.

د ملک په سطح په دغو پراخو مظاهرو کې چې په ټونس کې له وروستیو مظاهرو نه یې الهام اخیستی دی، د سه شنبې په ورځ دوه مظاهره چیان او یو پولیس ووژل شول. مظاهره چیان په ملک کې د موجودې بیوزلئ چاره غواړي. په روان کال کې په مصر کې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي ددې امکان شته چې دغه مظاهرې لوی مخالفتونه ایجاد کړي.

په زرهاوو دغو مظاهره کوونکو ې جمهور رئیس حسن مبارک په خلاف شعارونه ورکول.که څه هم په قاهره کې کلک امنیتي اقدامات نیول شوي وو، په زرګونو د بلوا ضد پولیس په لارو کوڅو کې ځای په ځای شوي وو، خو د مظاهره چیانو په مخنیوي کې پاتې راغلل.

په مصر کې مظاهرې پیل شوي
په مصر کې مظاهرې پیل شوي

له ماښام کیدو وروسته مظاهره چیانو وویل چې ټوله شپه به د تحریر په څلور لاري کې کښیني، لارې به بندي او نورو مظاهرو ته به پلان نیسي. همدې ځای ته نږدې د مصر پارلمان او نور دولتي دفترونه واقع دي.

خو د شپې په یوه بجه یوه لويه امنیتي قوه راغله،‌ دوی خلک نیول، د تحریر په مرکزي څلور لاري کې یې ډیر زیات اوښکې بهوونکي ګاز وشیندل او ډیر مظاهره چیان یې اړ ایستل چې فرعي لارو کوڅو ته ننوځي.

په داسې حال کې چې په مرکزي قاهره کې د نیل سیند غاړې ته په عمومي سرک باندې پولیسو او امنیتي کاروونکو په سلهاوو مظاهره کوونکي پسې اخیستي وو، د اتومات وسلو غږونه هم اورېدل شوي دي.

په مصر کې په ورځني ژوند کې د پولیسو ناسازګارئ ډیر خلک راپارولي وي.

له دې وړاندې په ټونس کې پراخې مظاهرې سبب شوې چې د هغه ملک جمهور رئیس واک پرېږدي او همدې کار ښايي د مصر ځوانان دې ته هڅولي وي چې لارو کوڅو ته راووځي.

د مصر په مختلفو ښارونو کې د بیوزلئ،‌ شکنجې، اداري فساد او بې روزګارئ په خلاف د مبارزې تر شعار لاندې دغه مظارې په پیل کې آرامې وې، د مصر پولیسو چې د تشدد او اداري فساد په کولو ورباندې پراخ انتقادونه کیږي،‌ ددې لپاره چې د دوی په اړه د خلکو تصور نور هم زیانمن نشي، په لومړي‌ سر کې یې سخت عکسلعمل ونکړ.

خو کله چې د تحریر څلور لاری له ګڼې ګوڼې ډک شو،‌ د مصر او ټونس بیرغونه په لاس مظاهره کوونکو همهغه تاکتیکونه کارول چې په ټونس کې مظاره چیانو کارولي وو، نو پولیسو هم خپل د برخورد تاکتیک بدل کړ او مظاهره په تشدد بدله شوه.

د مصر حکومت د ټولې ورځې له چوپتیا وروسته د سه شنبې په شپه ناوخته اعلان وکړ چې مظاهرې پای ته ورسیږي.

د مصر د اتیا میلیونه نفوس تقریبا سم نیمايي له بې وزلئ لږ پورته ژوند کوي.

په داسې حال کې چې په ملک کې زیاتېدونکې بې روزګاري او مخ په لوړه روان نرخونه د حسن مبارک د واکمنئ لپاره ګواښ بلل کیږي په دغه ملک کې د مسلمانانو او عیسویانو تر منځ موجوده ترینګلتیا بل علت دی چې په ملک کې یې امنیت ته ګواښ پیښ کړی دی.

XS
SM
MD
LG