د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د مظاهرو دپاره نوي تدابیر نیول شوي


د مصر دکورنیو چارو وزارت پرمظاهره چیانو غږ کړیدی چې مظاهرې دي بندې کړي. د پولیسو یوه چارواکي وویل چې که د معزول شوي ولسمشر محمدمرسي پلویان خپلې مظاهرې او اعتصابونه بند کړي، نو دا به د هغه د اخوان المسلمېن گوند ته فرصت برابر کړي چې په سیاسي بهیر کې د نورو په څیر عادي نقش ولري.

دمصر دکورنیو چارو وزارت ویاند هاني عبدالطیف اعلان وکړ چې چارواکو دا پریکړه کړیده چې هغه دوه ستر اعتصابونه به په دې باندې لیرې کړي چې شاو خو یې اته موانع ولګوي چې خلک د ورتللو نه ایسار شي.

دمرسی ضد مظاهره چیانو هم مظاهرې کړي دي او د هغه سره خپل اختلاف ته ادامه ورکوي. د دغو مظاهره چیانو له جملې څخه یوه میرمنې داسې وویل" دوي د مصر د خلګو په هکله فکر نه کوي. یواځي د مصر د جمهوري ریاست په فکر کې دي. دوي غواړي چې جمهوررئېس د دوي وي او ټول شیان په دې هیواد کې کنټرول کړي. مونږ هیله لرو چې دی نور پسي ولاړ شي، ځکه مونږ یې په دې هیواد کې د مشر په توګه نور نه غواړو.،،

د معزول شوي ولسمشر ښاغلی مرسي پلویانو اوخپلې ډلې اخوان المسلمین لوړه کړې ده چې ترهغه وخت پورې به مظاهرو ته دوام ورکړي څو پورې چې هغه بیرته برحال شوی نه وي.
XS
SM
MD
LG