د لاس رسي وړ اتصالات

مظاهره کونکي د مبارک سمدستي استعفی غواړي


مظاهره کونکي د مبارک سمدستي استعفی غواړي
مظاهره کونکي د مبارک سمدستي استعفی غواړي

په لسگونو زره مصرېان په قاهره کې د تحرېر په څلور لاره کې راټول شوېدی ، د حسنی مبارک درژېم خلاف شعارونه ورکوي، بېرغونه رپوي او دحسنی مبارک سملاسی استعفې غواړی.

مظاهر ه چېانو د جمعی په ورځ د مبارک لپاره د رخصتی دورځی په نامه ېاده کړیده. اونن هم همدا ناری وهلی چې مبارک استعفې وکړی. خو جمهوررئېس ددی اونی په سر کې په خپله وېنا کې لوړه کړېده چې خپله دوره پاېته ورسوی. د حکومت ضد مظآهره چېانو د مصر په بل لوی ښار الېگزاندرېه کې هم همداسی مظآهری پېل کړېدی . خو تر ټولو زېات مظاهر ه چېان په قاهره کې راټول شوېدی. دارپوټونه هم راغلی دی چې د حسنی مبارک ېو وړوکی شمېر پلوېان هم د تح‍رېر چوک ته نېژدی راټول شوېدی.

د مصر ددفاع وزېر حسېن طنطآوی لېدل شوېدی چې د جمعی په ورځ د تحرېر چوک لېدلو ته ورغلی دی. د دغو مظاهر د شروع راهېسی دا لومړی ځل دی چې هغه داکار کړېدی.

مارشال طنطآوی کوشش وکړ چې له خلکو سره وغږېږی او ورته ووایی چې داد مصر خلاف خبره ده خو خلکو فېصله کړېده چې داسړی ېعنی حسنی مبارک دی نور ولاړشی. اوموږ نور هېڅ نه قبلوو. "

جمهوررئېس مبارک ددې اونی په سرکې ووېل چې دده اوسنی دوره چې پاېته ورسېږنو دی به بېا ځان کاندېدنکړی. حسنی مبارک همدارنگه د پنجشنی په ورځ په خپله ېوه مرکه کې د ((ABC)) له تلوېزېون سره ووېل چې دی غواړی له قدرت نه لاس واخلی خو دې وېرېږی چی مصربه په شخړوکې ور ښکېل شی. حسنی مبارک په مصر باندی دېر ش کاله حکومت کړېدی.

د ای بي سي مشهوره نطاقه کرېستېن امانپور په دې باب داسي وايي

"... ماترېنه پوښتنه وکړله چی اېا دی غواړی استعفې وکړی هغه ووېل چې هودی به ېې وکړی کله چې دده موده ختمه شی. خوکه چېرې دی اوس داسی کار وکړ ی نو ، که څه هم ده ووېل چې دی غواړی چې همدا نن اسعفې وکړی ، خو په مصر کې به ډېرې شخړې او جنجالونه راپېدا شی. دادهغه د خولی خبره ده چې اخوان المسلمېن به قدرت تر لاسه کړی. "

رپوټ وايی چی حسنی مبارک په اخوان لمسلېمن باندی چې د مصر تر ټولو لوی او منظم گوند دی دا پړه اچولی ده چې هغه مرگ ژوبله چې په دې څو ورځو کې په قاهره کې پېښه شوېده داددوی کار دی. خومظاهر ه چېان وايی چی د حسنی مبارک پلوېانو دغه تاو ترېخوالی اومرگ ژوبلی ته لمن ووهله ځکه چې هغوی دحکومت خلاف مظاهره چېانو باندی د چارشنبی په ورځ باندی برېدونه پېل کړل.

رپوټ په پاې کې وايی چی تراوسه پورځ په دغو مظاهرو کې لږ تر لږه 8 کسان وژل شوېدی او تر 900 نه زېات زخمېان دی.

XS
SM
MD
LG