د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر د ۲۰۱۴ کال حالت روښانه نه ښکاري


مصري چارواکي هڅه کوي چې دغه هېواد ته د درو کالو بې ثباتۍ وروسته ثبات او آرامي راولي خو د ورستیو چارواکو د حکومت په مقابل کې د عامو خلګو عدم رضایت مخ پر زیاتېدو دی. راتلونکی، ۲۰۱۴ کال داسي نه معلومېږي چې ګوني په دې هېواد کې دي نارامي ختمه سي.

په ۲۰۱۳ کال کې مصریان بیا لارو کوڅو ته راووتل چې د دوو کلونو په موده کې د دویم ځل دپاره خپل مشر د واک څخه راوپرځوي.

ددغو مصریانو سره د مصر د پوځ بشپړ ملاتړ مل و او د مظاهرو په لړ کې د مصر لومړی آزاد انتخاب شوی ولسمشر محمد مرسي د واک څخه راوپرځول شو او بندي کړل شو. وروسته د هغه پلویان وځپل شول.

د پوځ په ملاتړ موقت حکومت د هېواد دپاره د ثبات یوه لاره وړاندي کړه، نوی اساسي قانون یې تصویب کړ او ټولپوښتنې ته یې وړاندي کړ. د هغه نه وروسته د جمهوري ریاست او پارلمان ټولټاکنې پلان شوې.

په پیل کې زیات شمیر مصریانو د نوي مشرتابه ملاتړ کاوه ځکه د خلګو سره داسي ذهنیت موجود و چې د ایخوان المسلمین ګوند مربوط محمد مرسي به د سحنې څخه دباندي وساتل شي.

خو د ټولنیزو چارو فعال وایل خلیل وايي چې همدا د بدلون پیل دی. ،،واک ته د مرسي بیرته راستنول نتیجه نه ده، حتی احتمالي نتیجه لا نه ده. اوس مونږ هغو کسانو ته چې په واک کې دي د زیات تردید په سترګه ګورو.،،

مظاهره کونکي یواځي د مرسي پلویان نه دي

د حکومت ضد مظاهره کونکي اوس یواځي د مرسي پلویان نه دي بلکې نور سیکیولر او د مدني ټولنې فعالین هم په کښي ورګډ شوي دي ځکه هغوي د حکومت د سختو تاکتیکونو څخه په تنګ شوي دي. د همدغو سختو تاکتیکونو له وجې خلګ په ۲۰۱۱ کال کې د حکومت پرضد ودریدل.

وایل خلیل بیا داسي وايي:،،اوس خلګ کرار کرار دا ویني چې څنګه همدغه پخوانی حکومتي تګلاره بیرته د پلي کېدو په حال کې ده او حکومت څنګه دا ځل د غچ سره برخورد کوي.،،


خلګ د اقتصادي وضیعت څخه هم ناراضي دي. د ۲۰۱۱ کال د پاڅون شعار، ډوډۍ، آزادي او انساني عزت و. د سیاسي چارو مبصر هیشام کسیم وايي چې همدغه ستونزې اوس هم ډیرې جدي دي. هغه داسي وايي: ،،دا یو داسي هېواد دی چې د پاشل کېدو په درشل کې دی او تر هغه پوري چې هغه مسایل حل شوي نه وي په مصر کې به دریم، څلورم او پنځم پاڅون هم وي. دغه لړۍ به ختمه نسي. په واک کې که پوځ دی او که اسلام پاله دي باید خلګو ته خدمت وکړي.،،

ښاغلی ابراهیم زیاتوي چې مصر به دومره وخت ونه نیسي. هغه په دې باور دی چې بالاخره به خلګ د پاڅون څخه ستړي شي خو ددې خبرې تراوسه پوري په مصر کې نښې نښانې نه ترسترګو کېږي.
XS
SM
MD
LG