د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر پخوانی ولسمشر مرسي په مرګ محکوم کړل شو


محمد مرسي د مصر لومړنی منتخب ولسمشر بلل کېده، خو پر ضد یې مظاهرې وشوې او پوځ له واکه لېرې او بند کړ.
محمد مرسي د مصر لومړنی منتخب ولسمشر بلل کېده، خو پر ضد یې مظاهرې وشوې او پوځ له واکه لېرې او بند کړ.

د مصر یوې محکمې د دغه هیواد پخوانی ولسمشر محمد مرسي او له هغه سره څه باندې ۱۰۰ نور کسان په مرګ محکوم کړل.

پر دوی تور و چې په ۲۰۱۱ کال کې یې زندان مات کړی او تښتېدلي وو.

محکمې د شنبې په ورځ دغه پرېکړه وکړه او اوس به دغه پرېکړه د مصر لوی مفتي ته لېږل کیږي، چې د جون په دویمه نېټه نهایي او وروستۍ نتیجه اعلان کړي.

د مخصر دغه پخوانی جمهورریس همدغه راز په جاسوسۍ هم تورن شویدی.

یو بلې محکمې تېره میاشت ښاغلی مرسی په ۲۰۱۲ کال کې د یو شمېر مظاهره کوونکو د وژلو په تور په ۲۰ کاله بند محکوم کړی وو. له هغه سره ۱۲ تنه نور هم محکوم کړل شوي وو، خو د مرګ سزا ورنکړل شوه.

محمد مرسي د مصر لومړنی منتخب ولسمشر بلل کېده، خو په ۲۰۱۳ کال کې د هغه پر ضد له یو لړ مظاهرو وروسته، پوځ له واکه لېرې او بندي کړ.

د هماغه وخت راهیسې، د مصرحکومت او اوسني جمهورریس عبدالفتاح ال سیسی ، د اخوان المسلمین زرگونه غړي او طرفداران بندی کړیدي.

XS
SM
MD
LG