د لاس رسي وړ اتصالات

ایکنبري: امریکا په افغانستان کې دايمي اډو ته لیواله نده


ایکنبري: امریکا په افغانستان کې دايمي اډو ته لیواله نده
ایکنبري: امریکا په افغانستان کې دايمي اډو ته لیواله نده

په افغانستان کی د امریکی سفیر وایي هیواد یی په دی خاوری کی د دایمی پوځی اډو د جوړولو لیوالتیا نلري او نه غواړي له دې کار سره د افغانستان ګاوندیو هیوادونو ته د خطر حس ورکړي. خو کچیرې افغانان وغواړي نو امریکا به ورسره اوږده او همیشنۍ پوځي او اقتصادي مرسته وکړي.

کارل ایکنبیری چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنتن د وروستۍ وینا په اړه یې خبرې کولې، وویل هیواد یې دا مهال په افغانستان کی درې عمده هدفونه لري یو دا چې د پوځي عملیاتو له لارې وکړای شي د دولت د مخالفو ډلو فعالیتونه کم او محدود کړي او د ملکي تلفاتو کچه را ټیټه کړي او دریم دا چې د افغانستان او پاکستان تر منځ شته ستونزې د دیپلوماتیکو لارو حل کړي چې دا دیپلوماتیکی هلې ځلې به ددې هیواد د ځانګړي استازی مارک ګروسمن له خوا تر سره کیږي.

د امریکی سفیر دا جوته کړه چې په ۲۰۱۴ کال کی هغه مهال چی نړیوال ځواکونه د افغانستان نه وتلو ته چمتو کیږي نو ددې لړۍ رهبري به د افغان حکومت له خوا تر سره کیږي خو نړیواله ټولنه به ورنه ملاتړ او مرسته ورسره کوي تر څو دا لړۍ د کړو ژمنو او ټاکل شوي پروګرام سره سم پيل او تر سره شي.

نن سبا په افغانستان کې د امریکې له خوا د دایمی اډو جوړیدل آوازې د خلکو تر منځ خورې دي او د نړۍ هیوادونه او افغانان ددغو ګنګوسو په اړه بیلابیل غبرګونونه ښیي خو د امریکې سفیر وایي موږ نه غواړو په افغانستان کې دایمي اډې ولرو او یا له دې اړخه د افغانستان ګاوندیو هیوادونو ته کوم خطر محسوس شي خو که چیرې د افغانستان خلک زموږ نه د دایمي او اوږد مهالي همکارۍ غوښتنه وکړيی نو موږ به ورسره مله یو.

له بلې خوا ښاغلی ایکنبیری وایی امریکا په دې هیواد کی د اوږد مهالي اقتصادي او ملکي او ځینو نظامی برخو کې د فعالیتونو لپاره ژمنه ده. دا ژمنې به د ۲۰۱۴ نه پس هم ادامه ولري خو کیدای شي د وخت په تیریدو ددې فعالیتونو شکل او کړنلاره تغییر ومومي.

ایکنبیري سره له دې چې په زغرده د دایمی اډو په هکله هو یا نه نه وایي خو وایي چې که چیرې افغانان له موږ وغواړی چی په دی هیواد کی شتون ولرو نو زموږ د عسکرو شتون به یو مرکز ته هم ظرورت ولری تر څو له هغه ځایه خپل فعالیتونه تر سره کړي.

ایکنبري: امریکا په افغانستان کې دايمي اډو ته لیواله نده
ایکنبري: امریکا په افغانستان کې دايمي اډو ته لیواله نده

له دې یوه ورځ مخکې جمهور رییس کرزي په کابل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل په هیواد کې به یې د امریکې د دایمي اډو شتون په دې هیواد کې د سولې د ټینګښت او د ګاوندیانو له نظر سره تړلی وي.


جمهور رییس کرزی دا خبری د کروشیا د جمهور رییس سره په یوه ګډ خبري کنفراس کې خبرې کولې.

ایو یوسیویچ د کروشیا جمهور رییس نن د کابل نه د یوی لیدنی په ترڅ کی وویل هیواد به یی د ۲۰۱۴ نه پس هم له افغانستان سره ساسی او فرهنګی اړیکې ولري.

ښاغلی یوسیویچ چی په افغانستان کی یی د خپل هیواد له عسکرو سره هم لیدنه کړی وایی کروشیا نه یوازې په پوځي برخه کې بلکه په ټولنیزو او رغنیزو چارو کې هم له افغانستان سره هر اړخیزی مرستې لري او دې مرستو ته به دوام ورکوي.

د ښاغلی یوسیویچ په وینا د کروشیا جمهوریت د ښونی او روزنی لوړ ظرفیتونه لری چی کولای شی په دغه چوکات کی د افغان ځوانانو سره هم مرستی وکړی او هغوی د تعلیم او تحصیل لپاره په خپل هیواد کی ومني.

کرزی په افغانستان کې د امریکا د دایمي اډو د جړېدو په اړه موجودې ګنګوسې نه ردوي بلکه وایي د امریکې سره د ستراتیژیکې همکارﺉ په هکله خبرې شوي خو د دایمی اډو جوړول هغه څه دي چې افغان ملت یې باید په اړه تصمیم ونیسي. جمهور رییس کزری وايي، ددې کار لپاره باید اول په دې هیواد کې سوله ټینګه شي.

ښاغلی کرزی وايي: افغانستان يو ټاپو نه دی چې له نورې نړی دې لرې او جلا پروت وي. افغانستان د خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د ښو او نیکو اړیکو غوښتونکی دی نو دلته د امریکی د دایمي اډو شتون زموږ د ګاونډیانو په نظر پورې هم تړلی دی.

د امریکی سفیر په افغانستان کی د وروستیو شویو ځانمرګو بریدونو په هکله وایی دا بریدونه به د انتقال بر لړی تاثیر ونکړی خو موږ به هغه مهال افغانستان پریږدو چی د دی هیواد د پوځونو پر وړتیا اعتماد او ډاډ تر لاسه کړو.

د امریکی سفیر جوته کړه چی هیواد یی د افغانستان د د مخالفانو سره د روغی جوړی نه ملاتړ کوی اوهمدا رنګه د پاکستان له خوا افغانستان د د رامنځته شویو خطرونو په هکله هم وایی چی د دواړو هیوادونو د استخباراتی شبکو سره یی خبری اتری پیل کړی تر ځو په سیمه کی د تروریزم سره د مبارزی لپاره لازمی اسانتیاوی برابری کړی او له خپلو تولو امکاناتو نه به کار اخلی تر خو د افغانستان پولیس َ امنیتی او سرحدی ځواکونه نور هم ځواکمن کړی چی د خپل هیواد سرحدات وساتلی شي.

د سفیر ایکنبیری د انصاري په نامه د را منځته شوی مافیایي شبکې په اړه هم وایي دا هغه کمپنی یا افراد دي چې غواړي د مخدره توکو د قاچاق نه تر لاسه شوې پیسې یې د امریکې مالي سیستم ته ور دننه کړي او تر اوسه توانیدلي چې ۳۰۰ ملیونه ډالره له دې لارې امریکې ورسوي خو په همدې حال کې ددې شبکې د غړو شتمنی په امریکې کې کنګل شوې او دوی نه شي کولای ترینه ګټه واخلي.

اوس مهال داسی ۸۰۰ مافیایي شبکی د نړۍ په ۲۰ هیوادونو کی جوړې دي.

د مالی ستونزو په اړه ښاغلی سفیر وایي په کابل بانک کی را منځته شوې ستونزه د امریکې دولت، نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال صندوق له لاری د حل کیدو په حال کې ده او ژر به یې حل راووځي.

XS
SM
MD
LG