د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره ټاکنې شنبې ته وځنډیدلې


د افغانستان پارلمان ۲۵۰ څوکۍ لري، چې ۶۸ یې ښځو ته ځانګړي شوي دي.

د ولسي جرګې د دارالانشا ریاست چارواکي وايي، نن د پنجشنبې په ورځ د دغې جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره د څلورو نوماندانو ترمنځ ټاکنې وشوې، چې یو هم د رایو اکثریت ترلاسه نه کړی شو او اوس په پام کې ده، چې د دغو څلورو نوماندانو څخه د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ به بیا ټاکنې وشي.

د ولسي جرګې د دارالانشا د ریاست د پالیسۍ مرستیال رحیم الله غالب امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ به د ریاست د څوکۍ لپاره ټاکنې د شنبې په ورځ وشي.

د ولسي جرګې د ریاست لپاره څلور نوماندان ولاړ وو، چې د ټاکنو په ترڅ کې میررحمان رحماني ۷۵ رایې، کمال ناصر اصولي ۶۹ رایې، میرویس یاسیني ۵۹ رایې او عمر نصیر مجددي اوه رایې ترلاسه کړې.

نن، د ولسي جرګې د اولسمې دورې په لومړۍ عمومي غونډه کې ۲۴۲ وکیلان حاضروو.

د وکیلانو د شمیر له مخې د جرګې د ریاست لپاره ۱۲۲ رایو ته اړتیا وه، چې هیڅ یو نوماند هم ترلاسه نه کړې.

د ولسي جرګې د کورنۍ کړنلارې له مخې، هرکله، چې په لومړي پړاو کې څوک بریالی نشي، نو بیا د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ ټاکنې کیږي.

د همدې کړنلارې له مخې ټاکل شوې د شنبې په ورځ به د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ بیا ټاکنې وشي.

د ولسي جرګې د کړنلارې له مخې د دغې جرګې رئیس ترهغې، چې د وکیلانو له خوا سلب صلاحیت شوی نه وي خپل کار ته په ټوله تقنیني دوره کې دوام ورکولی شي. خو د اداري پلاوي نور غړي هر کال غوره کیږي.

د افغانستان د اولسمې دورې پارلمان د اپریل په ۲۶ مه د څلور کاله ځنډ وروسته د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا پرانیستل شو.

خو د غزني په ولایت کې د تلې په ۲۸ مه ټاکنې ونشوې، چې د همدې له په دغه نوي پرانیستل شوي پارلمان کې د غزني په ولایت کې د ټاکنو ترمهاله به د شپاړسمې دورې وکیلان د دغه ولایت استازیتوب وکړي.

د افغانستان پارلمان ۲۵۰ غړي لري، چې ۶۸ یې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG