د لاس رسي وړ اتصالات

د اماراتو هوایي شرکت کابل ته ورځني الوتنې پیل کوي


کابل ته د امارات هوایي شرکت الوتنې
کابل ته د امارات هوایي شرکت الوتنې
د افغانستان د ترانسپورت وزارت هیواد ته د امارات د هوایي شرکت د الوتنو د پیلکیدو هر کلی کوي او وایي چې دې شرکت د مسافرو لپاره ډیرې اسانتیاوی هم په پام کی نیولي دي.

د اقتصادي چارو پوهان وایي افغانستان ته د اماراتو د هوایي شرکت د الوتنو پیل د افغانستان د اقتصاد د ودې نښې دي.

دغه لومړنی شرکت دی چې الوتکې یې د بزنس کلاس تر څنګ د فړست کلاس په برخو سمبالې دي.

د اماراتو د هوایي شرکت مسولان وایي چې دوي به افغان مسافرینو ته د نړیوالو معیارونو سره سم خدمت وکړي.

د اماراتو د شرکت د افغانستان د څانګې مسوول الله نور سیلاب وایي ددې شرکت ټکټونه ۱۶۵ امریکایي ډالره دي.

ددې هوایي شرکت الوتکې ۱۲ اول کلاس سیټونه، ۴۲ بزنس کلاس او ۲۰۴ اقتصادي یا عادی څوکۍ لري.

د اماراتو هوایي شرکت به هره ورځ کابل ته یو پرواز ولري چې ددې شرکت د مسولانو په وینا د الوتنو موخه یې هغو مسافرانو ته د اسانتیاو برابرول دي چې له کابل څخه امریکا یا اروپا ته او یا هم له هغه لوري افغانستان ته سفر کویي.

دوی وایي مسافر یې کولایې شي د الوتکې له بدلولو پرته په ډوبي کې له یوې ناستې وروسته له همدغه شرکت سره خپل سفر ته دوام ورکړي.

د اماراتو د شرکت د فعالیت په هکله بشپړ ریپوټ د وېډیو په بڼه لاندي لیدلی شیْ.

د اماراتو هوایي شرکت کابل ته الوتنې پیل کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00
XS
SM
MD
LG