د دوبۍ نه نیویارک ته په سفر د Emirates یا اماراتو په الوتکه کې د سلو شاوخوا سپرلۍ ناڅاپي ناروغه شویدي او روغتون ته انتقال شویدي.
د چارشنبې په ورځ چې کله د اماراتو الوتکه د دوبۍ نه نیویارک ته راورسیده نو د سلو پورې کسان پکې ناڅاپي ناروغه شوي و او زیاتره یې ژر تر ژره روغتون ته د علاج لپاره ورسول شول.
رویټرز وایي چې په دغه الوتکه کې ټولې ٥٢١ تنه سپرلۍ موجودې وې.
د نیویارک د ایالت ښاروال خبریالانو ته وویل چې دغه ټول کسان چې روغتون ته انتقال شوي و اوس کورونو ته بیرته لیږل شویدي.
د روغتون چارواکي وایي چې زیاتره کسانو د تبې او د ټوخي شکایت لرلو.
د هوایي ډگر مامورانو د امارټس دغه الوتکه په یو خوندي ځاې کې ودرولې ده او ختحقیقات کوي چې په یو وخت دومره ډیر کسان څنگه ناروغه شول. د دوبۍ نه د نیویارک سفر ١۴ ساعته وخت نیسي.
په دغه الوتکې کې موجودې د دوبۍ یوې خبریالې دیاله ملکي رویټرز ته وویل چې د الوتکې کارکونکو د پروزا په وخت دا اعلان کړې و چې په الوتکې کې ډیر کسان ناروغه شوي دي او د امریکایي چارواکي به یې د طبي معاینې نه وروسته کورونه ته پریږدي.