د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د ښاروالیو په ټاکنو کې د خپل ګوند ماتې د ترکیې دپاره 'د بدلون نښه' بللې


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ اپریل ۱ (وري ۱۳) په استانبول او نور لویو ښارونو کې د اپوزیسیون له خوا د ټاکنو ګټل ددغه هېواد دپاره "د بدلون نښه" وبلله.

د رایو وروستیو شمېرنو ښودلې چې په استانبول، اناتولیه او نورو سترو ښارونو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند د اردوغان د اسلامي محافظه کار ګوند څخه مخکې شوی دی.

اپوزیسیون چې د مۍ په میاشت کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې اردوغان ته د ماتې په ورکولو کې پاتې راغی، په پایتخت انقره، اډانا، بورسا او انتالیا کې هم خپل ښاروالان ټاکي.

شنونکو دا په ۲۰۰۲ کال کې د اردوغان د ګوند د واک تر اخیستو وروسته په ټولټاکنو کې د هغه تر ټولو بده ماتې بللې ده.

ډیرو په ترکیه کې لوړ انفلاسیون او د اسعارو په بازار کې د ترکیې د کرنسۍ د ارزښت ټیټوالی د ښاروالیو په ټاکنو کې د اردوغان د ماتې لامل بللی دی.

د حریت او یني سفاح په شمول حکومت پلوه ورځپاڼو د دغو ټاکنو پایلې واکمنانو ته د رایې ورکوونکو "پیغام" بللی دی.

د حریت ورځپاڼې مبصر عبدالقادر سیلوي لیکلي چې دا پایلې "یوازې د اقتصاد له مخې توضیح کیدی شي... په ترکیه کې یو نوی باد په الوتو دی او یوه نوې سیاسي معادله رامنځته کیږي."

اردوغان دغه پایلې "د بدلون نښه" وباله او ژمنه یې وکړه چې "د ملت د پریکړې درناوی به وکړي."

'د رایو په صندوقونو کې انقلاب'

د سیکولر ملتپال ورځپاڼې سوزکو، چې د اردوغان مخالفت کوي، د خپل لومړي مخ عنوان "د رایو په صندوقونو کې انقلاب" ورکړی، په داسې حال کې چې د اپوزیسیون لویې ورځپاڼې جمهوریت دا "تاریخي بریا" بللې ده.

په ستر ښار استانبول او پایتخت انقره کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د بریا تمه کیدله، خو څارونکو د اردوغان خلاف د اپوزیسیون دا بریا په تیرو ۵۰ کلونو کې بې سارې بللې چې د ترکیې د ټاکنو نقشه به بدله کړي.

د اردوغان مخالف ګوند ملاتړي په استانبول کې خپل بری نمانځي.
د اردوغان مخالف ګوند ملاتړي په استانبول کې خپل بری نمانځي.

د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو، چې د ۲۰۱۹ په سختو ټاکنو کې یې دغه څوکۍ ګټلې وه، اوس داسې ښکاري چې په ۲۰۲۸ کې د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي.

امام اوغلو خپلو پلویانو ته د ټاکنو دا پایلې "خورا مهمې... او په ترکیه کې د ډموکراسۍ د تخریب پای او د ډموکراسۍ د بیا راژوندي کیدو نښه" وبلله.

په انقره کې، د جمهوري غوښتونکو ګوند ښاروال منصور یاواس هم د اردوغان د ملاتړي ګوند پر وړاندې خپل دریځ پیاوړی کړی دی. د حریت مبصر سیلوي لیکلي: "موږ به د رهبرۍ لپاره د امام اوغلو او یاواس ترمینځ سیالي وګورو."

د واشنګټن انسټیټیوټ سونیر کاګاپتای د ایکس په یو پوسټ کې لیکلي: "امام اوغلو د هیواد په راتلونکو ملي ټاکنو کې د اردوغان مخالف دی." هغه زیاته کړې ده چې د استانبول ښاروال "د ترکیې د ولسمشر کیدو چانس لري ... ترکیه هیڅکله د تعجب او حیرانتیا په رامنځته کولو کې پاتې نده راغلې. دغه لوبه لا روانه ده."

اردوغان چې په ۲۰۰۳ کې د صدراعظم په توګه واک ته ورسید او ۲۰۱۴ کې ولسمشر شو. هغه د مارچ په پیل کې اعلان وکړ چې د ښاروالۍ دا ټاکنې به د هغه وروستۍ سیالۍ وي.

دغه ۷۰ کلن مشر بیګا شپه خپلو خفه شویو پلویانو ته وویل، چې د ولسمشرۍ د اینده ټاکنو پورې پاتې څلور کلونه "باید ضایع" نکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG