د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیې د هکرانو د حملې په اړه بیړنۍ څیړنې پیل کړې


وروسته له هغه چې د اروپايي اتحاديې زرګونو ډيپلوماټانو د هکرانو د حملې په اړه دغې اتحادیې ته ایمیلونه ولیږل، یادې ټولنې یې په اړه بیړنۍ څیړنې پیل کړې.

د سایبري امنیت یوه امریکايي شرکت ویلي چې هکرانو دغه حمله د چین په غوښتنه کړې او د حملې پرمهال هغه ایمیلونه هک شوي چې د اروپايي اتحادیې ډيپلوماټانو د بهرني سیاست په اړه یو بل ته لیږلي و.

نیویارک ټایمز یو شمیر دغه هک شوي پیغامونه چې ټولې نړۍ ته لیږل شوي و، نشر کړي دي.

په دغو پیغامونو کې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، چین، روسیې او ایران په اړه خبرې شریکې شوې وې.
داسې ویل کیږي چې د اروپايي اتحادیې سربیره، د ملګرو ملتونو په شان د ځینو نورو سازمانونو ایمیلونه هم هک شوې و.

له دې وړاندې په ورته پیښه کې ، په کال ۲۰۱۰ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پیغامونه د ویکي لیکس له خوا افشا شوي وو.

اروپايي اتحاديې په دې اړه ویلي چې دغو الکترونیکي پیغامونو کې هیڅ ډول محرم پیغامونه نشته.

د سایبري امنیت یو کارپوه نیویارک ټایمز ته ویلي چې په دغه پیښه کې د هکرانو د هک کولو هڅې پخوانیو سایبري پیښو ته ډير ورته والی لري چې تیر ځل یې هم پړه په چین اچول شوې وه.

XS
SM
MD
LG