د لاس رسي وړ اتصالات

د پورونو د حل لپاره د اروپایي ټولنې نوی پلان


د پورونو د حل لپاره د اروپایي ټولنې نوی پلان
د پورونو د حل لپاره د اروپایي ټولنې نوی پلان

د اروپایي ټولنې اکثره غړيو هیوادونو پرون د جمعې په ورځ په یوه نوي پلان موافقه وکړه چې له مخې به یې د ټولنې د غړیو حکومتونو په بودیجې باندې مرکزي کنترول زیات شي.

د دې پلان هدف د پورونو د ستونزې چاره کول دي چې اروپا یې په د اقتصادي بحران سره مخامخ کړیده.

دغه نوی پلان د جرمني او فرانسې لخوا معرفي شوی او د بلجیم د بروسلز په ښار کې د اوږدو بحثونو وروسته د اروپایي ټولنې ټولو هغو 17 غړو هیوادونو ورسره موافقه وکړه چې پولي واحد یې یورو ده.

د اروپایي ټولنې یو شمیر نور غړي هیوادنه چې پولي واحد یې یورې نده هم د دې پلان سره موافقه کړیده خو برتانیې بیا ویلي دي چې د دې پلان سره مخالفت لري.

د برتانیې صدر اعظم ډیوډ کیمرون وویل، هغوي دا غوره وګڼله چې د اروپایي ټولنې د نوي تړون برخه نه وي.

" زما د پریکړې هدف د برتانیې د ګټو خوندیتوب دی، د دې تړون له مخې به د اروپایي ټولنې د زیاتو هیوادونو ملي حاکمیت له منځه ولاړ شي، په اروپایي ټولنه کې به زیات بدلون راشي او هم بیوروکراسي او قانون جوړونه ورسره زیاته شي. پدې پلان کې د برتانیې لپاره کافي مصؤنیتونه نه ؤ نغښتل شوي شوي نو په همدې خاطر یې ما هم ملاتړ ونکړ. "

د اروپایي هیوادونو مشران هیله لري چې پدې پلان سره به په مالي مارکیټونو کې روان بحران پای ته ورسیږي او هم به د یورو استعمالونکو هیوادونو د پورونو د ستونزې دایمي چاره پرې وشي.

د یونان، پورتګال او آیرلند سره لا پخوا اقتصادي مرستې شویدي ځکه چې د دغو هیوادونو حکومتونه په سختو پورو کې ګیر دي او ځیني څیړونکي دا ویره لري چې هسپانیه او ایټالیا به بیخي زیاتو اقتصادي مرستو ته اړتیا ولري چې د خپلو پورونو چاره پرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني پدې اړه داسې وایي:

" مونږ فکر کوو چې د پرمختګ دا ډول نښې ښې دي او دا ښیي چې پرمختګ شویدی خو بیا هم لا ډیر کار پاتې دی چې باید وشي. ښکاره خبره ده چې زمونږ موقف ندی بدل شوی. مونږ د داسې حالاتو په برخې کې زیاته تجربه لرو او اوس هم مونږ هغوي ته سلا مشورې ورکوو. زمونږ د خزانې وزیر ټیم ګایتنر د خپلو انډولانو سره په ګډه کار کوي خو مهمه خبره دا ده چې د اروپا ستونزه پکار ده چې پخپله د اروپایانو لخوا حل شي. "

د اروپايي ټولنې لخوا د نوي پلان د اعلان نه وروسته پرون د جمعې په ورځ د ونډو په بازارونو کې د یورو ارزښت هم لوړ شو خو د اقتصادي چارو کارپوهان بیا پدې اړه بیلا بیل نظریات لري چې آیا د د ې پلان پر مټ به د اروپایي هیوادونو د پورو روان بحران ته د حل لارې پیدا شي او که نه. عاشق الله رحیمزوی امریکا غږ آشنا تلویزون، واشنګټن.

XS
SM
MD
LG