د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي اتحاديې د پارلمان انتخابات پیل شوي


 د اروپايي اتحاد پارلمان د ۲۸ غړو هیوادونو څخه ۵۷۱ غړي لری.
د اروپايي اتحاد پارلمان د ۲۸ غړو هیوادونو څخه ۵۷۱ غړي لری.

د اروپايي اتحادیې د اته ویشت غړو هیوادونو اتباع د پنجشنبې (می۲۳) نه تریکشنبې (می۲۶) پورې د رایو مرکزونو کې رایه اچوي او د اروپا پارلمان ته ۷۵۱ استازي ټاکي.

د څیړونکو په ګمان، محافظه کاره ګوندونه د اروپايي اتحادیې په راتلونکې خلک زیات بی باوره کړي ځکه داسی ښکاري چې د اروپا په راتلونکي پارلمان کې به دا محافظه کاران زیاتې څوکۍ وګټي.

د اروپايي اتحادیې د پارلمان انتخابات د می تر ۲۶ پورې دوام کوي.
د اروپايي اتحادیې د پارلمان انتخابات د می تر ۲۶ پورې دوام کوي.

د تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د اروپايي پارلمان د اته سیاسي ډلو څخه، د اروپا د خلق منځلاری ګوند او د چپیانو منځلاری سوسیالیست ګوند د اروپايي مشارکت په نظریه کې لوی لاس لري او اکثریت قوانین يي تصویب کړي. خو څیړونکي وایي سږکال به دا وضعیت ډير بدل شي.

ځنی کاندیدان فکر کوي چې په نظرپوښتنو کې محافظه کاره ګوندونه او افراد ډير مخکې دي او کیدی شي ډیرې څوکۍ وګټي چې همدا کار نه د اروپا او نه اروپایانو دپاره ښه دی.

شاوخوا څلور سوه میلیونه رایه ورکوونکي پدې انتخاباتو کې ګډون کوي. د اروپا په پارلمان کې غړي هیوادونه په مختلف شمیر کې استازي لري.

XS
SM
MD
LG