د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه په ایران نور بندیزونه لګوي


اروپايي ټولنه په ایران نور بندیزونه لګوي
اروپايي ټولنه په ایران نور بندیزونه لګوي

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د پنجشنبې په ورځ موافقه وکړه چې په ایران باندې به بندیزونه نور هم پسې پراخ کړي او همدارنګه یې په تهران کې د برتانیې په سفارت باندې حمله غندلې ده.

اروپایي ټولنې په لس ګونه ایراني چارواکي او شرکتونه د بندیزونو په لیست کې شامل کړیدي او د بروکسل په ښار کې د دغې ټولنې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې غونډې کې دا هم ویلي دي چې په نورو بندیزونو باندې هم غور کوي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې میرمن کاترین آشتن په یوه خبري کنفرانس کې هغه اعلامیه ولوستله چې په تهران کې د برتانیې په سفارت باندې د سه شنبې د ورځې حمله پکې غندل شویده.

" شورا په تهران کې د برتانیې په سفارت باندې د حملې په خاطر په قهر ده او په بشپړه توګه یې غندنه کوي.همدارنګه د تهران نه د برتانیې د سفیر په ایستلو باندې هم خواشیني څرګندوي او د دې تر څنګ شوار د برتانیې په خلاف د ایران دا اقدام د اروپایي ټولنې په خلاف اقدام ګڼي. "

میرمن آشتون همدارنګه وویل چې د اروپایي ټولني غړي هیوادونه په ایران باندې د نورو بندیزونو په لګولو باند هم غور کوي خو دا نده مالومه چې څه ډول نور بندیزونه به په ایران ولګول شي.

اروپایي چارواکي پدې خبرې ټینګار کوي چې په ایران باندې بندیزونه د برتانیې په سفارت باندې د حملې په خاطر ندي بلکه د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د ادارې د هغه تازه رپوټ پر اساس دي چې خبرداری یې ورکړیدی چې دایران اتومي پروګرام امکان لري چې د پوځي مقاصدو لپاره وي. خو ایران تل دا خبره کړیده چې اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

میرمن آشتون یو ځل بیا داسې وایي:

" مونږ دا اقدام د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د رپوټ د اندیښنې پر اساس کړیدی او پخوا مو هم پدې بحث کړیدی. مونږ د ایران نه غواړو چې د نړیوالې ټولنې غوښتنه دي جدي وګڼي او خپل نړیوال مسؤلیتونه دي ادا کړي او هغه دا چې د اتومي وسلو د ترلاسه کولو نه دي لاس واخلي. "

د نړیوالې ټولنې سره د ایران اړیکې د پخوا نه هم خړې پړې دي خو د ملګرو ملتونو د همدې تازه رپوټ او په تهران کې د برتانیې په سفارت باندې د سه شنبې د ورځې برید د غرب سره د ایران اړیکې نورې هم پسې خرابې کړلې. برتانیه په تهران کې خپل سفارت تړي او ایران ته ویلي دي چې په برتانیې کې دې هم خپل سفارت وتړي. جرمني، فرانسې او هالنډ هم خپل استازي د ایران نه ایستلي دي او ناروې خو لا ویلي دي چې په تهران کې به خپل سفارت وتړي.

XS
SM
MD
LG