د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا د تگ په هڅه کې ٣٧٧١ مهاجرین مړه شویدي


د مهاجرت نړیواله اداره (IOM) وایي پروسږکال درې زره اووه سوه او یو اویا کسان چې غوښتل یې د مدیترانیې د بیحرې د لارې اروپا ته لاړ شي په لاره کې مړه شویدي.

د دغې ادارې په راپور کې چې د سه شنبي په ورځ خپور شوی، 2015 کال د مدیترانیې د بحیرې له لارې د تیریدونکو مهاجرینو لپاره تر ټولو خونړی کال ګڼل شوی دی.

د آی او ایم راپور وایي چې په 2014م کال کې درې زره دوه سوه او نهه اویا تنه په همدې لار کې مړه شوي وو.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې په کلني راپور کې همدارنګه ویل شويدي چې پروسږکال شاوخوا یو میلیون 43 زره او 56 کسان په خطرناکو لارو اروپایي هیوادونو ته رسیدلي دي چې د 2014 کال په پرتله دغه شمیر پنځه چنده زیات شویدی.

په 2014 م کال کې یوازې دوه لکه او نولس زره کسانو اروپا ته مهاجرت کړی و.

XS
SM
MD
LG