د لاس رسي وړ اتصالات

د غیرې قانونی مهاجرو په خلاف د هنګري نوی اقدام


د هنګري پارلیمان پوځ ته اجازه ورکړې چې د غیري قانوني مهاجرو د مخنیوي لپاره په هغوي د ربړي مرمیو ډزې کولې شي، اوښکې بهیونکي ګاز پرې استعمالولی شي او هم یې په جال کې راګیرولی شي.

هنګري د دې نه وړاندې د صربستان سره خپل سرحد په اغزن تار بند کړی و او اوس عسکر اجازه لري چې د غیرې قانوني مهاجرو کورونه هم تالاشي کړي.

د هنګري صدراعظم ویکټور اوربان پارلیمان ته وویل چې " هغوي د مهاجرینو په مقابل کې بې وسه ده. ښاغلي اوربان وویل دا مهاجر د کور دروازه نه ټکوي بلکه دروازه د هرې خوا نه ماتولی شي او دننه راځي."

د سوریې یو مهاجر چې د هنګري په سرحد کې د خپلې کورنۍ سره یې په ساعتونو انتظار ایستلې داسې وایي، " مونږ د پرون راهیسې دلته یو او دا دی شاوخوا دولس ساعته تیر شول. بیګاه شپه ډیر ساړه و او باران هم وریدهو په مونږ ډیره سخته تیره شوه او دوه ساعته مو په کوڅو کې تیر کړل. "

بل پلو بیا د اروپایي ټولنې نورو هیوادونو په هنګري کلک انتقادونه کړی چې مهاجرینو سره ناوړه چلن کوي. دوي وایي هنګري د مهاجرینو سره د هغو تاکتیکونو نه کار اخلي چې نازیانوکارول.

هنګري بیا د ختیځې اروپا پخپلو ګاونډیو په قهر دی چې سوریې، افریقا او افغانستان د مهاجرینو په مهار کولو کې جدي اقدامات نکوي.

XS
SM
MD
LG