د لاس رسي وړ اتصالات

​د لیبیا په ساحل کې شاوخوا ١٠٠ مهاجر بې درکه شوي


شاوخوا ١٠٠ مهاجر د لیبیا په ساحل کې بې درکه شوي او داسې ویره شته چې د هغوی بېړۍ به په اوبو کې ډوبه شوې وي.

د لیبیا د ساحلي گارد ویاند ایوب جاسم وایي د هغوی ځواکونو ١۴ مهاجر ژغورلي دي، خو په بېړۍ کې د سپرو مهاجرو د شمیر او د هغوی د هویت په هکله مشخص ارقام یې ندي ورکړي.

له بلې خوا د مهاجرت نړیوال سازمان IOM د اروپایي هیوادونو په ځانگړې توگه د ایټالیا د هغه تصمیم چې د ټولې مدیترانې بحیرې مهاجرین مني هرکلی کړی دی، خو ټینگار یې کړی چې ددې موافقې جزییات باید څرگند شي.

د مهاجرو په اړه د اروپایي اتحادیې د مشرانو موافقه

د لیبیا په سواحلو کې د ١٠٠ تنو مهاجرو د ورکیدو په اړه خبر پداسې حال کې خپریږي چې د اروپایي ټولنې مشرانو د جمعې د ورځې په لومړیو کې د مهاجرو په هکله چې دغه اتحادیې ته ورغلي دي د جدي بحثونو وروسته موافقه وکړه. خو د موافقې ټول جزییات ندي څرگند شوي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیشنرۍ ویاند هم وایي چې په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د غونډې د نتیجو قانوني څیړنې او تحلیل ته انتظار باسي خو د پناه غوښتونکو په اړه د دغو هیوادونو د سترې همکارۍ نه مننه کوي.

اروپایي مشرانو وویل چې د موافقې له مخې د اروپایي هیوادونو باندني سرحدونه باید تقویه شي او د یونان او ایټالیا په څیر هیوادونو باندې چې د مهاجرینو د داخلیدو ساحې دي د فشار د کمیدو په خاطر د اتحادیې د غړو هیوادونو ترمنځ پیوستون به ښه شي.

خو د اروپایي اتحادیې د شورا رئیس وایي هغه موافقه چې د سخت کوښښ وروسته د جمعې په سهار د مهاجرت د کړکیچ په هکله ترلاسه شوه ددغې وضعیت سره د مقابلې یواځې لومړنی پړاو دی.

ددغې شورا رئیس دونالد تسک، د جمعې په ورځ (جون ٢٩) په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د مشرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل چې "تر اوسه لا ډیره لېرې ده چې د یو بریالیتوب په هکله خبرې وکړو."

پدې ترڅ کې د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل، هم تائید کړه چې لا هم د اروپایي ټولنې د مشرانو ترمنځ یو لړ ستونزې پاته دي.

د اروپایي اتحادیې مشرانو د مهاجرت د کړکیچ پر سر له جدي خبرو وروسته د جمعې د ورځې په سهار موافقه وکړه
د اروپایي اتحادیې مشرانو د مهاجرت د کړکیچ پر سر له جدي خبرو وروسته د جمعې د ورځې په سهار موافقه وکړه

د هغو مهاجرینو په هکله چې اروپایي اتحادیې ته رسیږي د ټولو هیوادونو برخه اخیستنه یو له موافقو څخه دي، خو د موافقې په بنسټ د مهاجرو د پناه غوښتنې د درخواستونو بهیر "باید تر کنترول لاندې" مرکزونو کې تر سره شي.

د اروپایي اتحادیې غړو همداشان موافقه وکړه چې د هغو مهاجرو د ژغورنې ټول مسولیت په غاړه واخلي چې د اوبو له لارې په بېړیو کې سفر کوي او دغه ډول موافقه د ایټالیا د صدراعظم جوسپي کانتي، Giuseppe Conte، د فشار په نتیجه کې ترلاسه شوه.

XS
SM
MD
LG