د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې پر روسي نوي اقتصادي بندیزونه ولګول


د اروپایي ټولنې مرکزي دفتر
د اروپایي ټولنې مرکزي دفتر

اروپايي اتحادیې په اوکراین کې، د روسیې د اقداماتو په بدل کې نوي اقتصادي بندیزونه لگولي دي.

دغه نوي بندیزونه د روسیې د تیلو او دفاعي شرکتونو باندې نن د جمعې په ورځ د سپتمبر ۱۲ نېټې نافذ شول.

اروپايي اتحادیې دا تازه بندیزونه د روسانو، او د اوکراین د یاغیانو په شمول، په افرادو لگول شوي دي.

د اروپایي اتحادیې د شورا رئیس هرمن وان رامپوي، ویلي دي چې دا بندیزونه ښايی تعدیل شي، و ځنډول شی یا د سپتمبر تر اخره پورې په اوکراین کی د اوربند د کره کتنې نه وروسته ، ټول یا یو څه لغوه شي.

روسیې ویلي دي چې ، سمدستي به د نویو بندیزونو بدل واخلي، خو تفصیل یې نه دی ورکړی.

په دې وروستیو ورځو کې د روسیې مامورینو گواښ کړی و چې د روسیې د هوایي قلمرو د پاسه به امریکایي الوتکې د پرواز نه منع کړي چې کېی شي ددغه اقدام له کبله د ختیځې اسیا هیوادونو ته پروازونه ډېراوږده او گران تمام شي.

تېره هفته، د اروپایي اتحادیې رهبرانو په دې نویو بندیزونو موافقه وکړه، خو نافذول یې د اوکراین د حکومتي قواو او د روسیې د طرفدارو بیلتون غوښتونکو ترمنځ د اوربند د نتیجې تر معلومېدو پورې وځنډول .

د اوکراین د حکومتي قواو او د روسیې د طرفدارو بیلتون غوښتونکو ترمنځ د اپریل د میاشتې په نیمایي کې د دغه نظامي بحران د زیاتېدلو راهیسې زرگونه خلک وژل شوي دي.

اوکراین او غرب په روسیې باندې ملامتي اچوي چې یاغیانو ته وسلې ورکوي او خلک ورته استخداموي. مسکو څو ځلي دا خبر رد کړی دی چې د اوکراین ختیځ ته یې د روسي بیلتون غوښتونکو سره د مرستې دپاره عسکر استولي دي.

بل پلو، د اوکراین حکومت او د روسیې طرفدارو یاغیانو د بین المللي څارونکو تر نظارت لاندط، ډونیسک ته نژدې بندیان تبادله کړیدي.

د بندیانو دغه تبادله، د هغه اوربند یوه برخه ده چې، تېره هفته د کیف او د روسیې د طرفدارو یاغیانو استازو لاسلیک کړی دی.

چارواکي وايي هر لوري د بل لوري لسگونه بندیان خوشې کړي دي.

XS
SM
MD
LG