اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اداري فساد د مخنیوي لپاره د افغان حکومت سره په ګډه بله اونۍ په کابل کې " افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د پراخیدو" تر عنوان لاندې درییم کنفرانس جوړوي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پلاوي دفتر، د دغه کنفرانس د جوړیدو اعلان د دغې ټولنې له خوا په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې د خپل دوه میاشتني رسنیز کمپاین د پای ته رسیدلو پر وروستۍ ورځ کړی دی.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پلاوي دفتر په یو بیان کې ویلي چې دا کنفرانس به د مې میاشتې په اتمه په ارګ کې جوړ شي او جمهور رئیس محمد اشرف غني او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی فرانز مایکل میلبن به یې په ګډه کوربه توب په غاړه ولري.
ټاکل شوې په دې کنفرانس کې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو له ګډون سربیره د نړیوالې ټولنې استازي هم برخه واخلي
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مایکل میلبن، په یو بیان کې چې د دغې ټولنې له خوا نن خپور شوی یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې د اوږدیدو یو علت په دغه هیواد کې د فساد شتون بللی دی.
ښاغلی میلبن په دغه بیان کې ویلي " فساد ناامني زیاتوي او د سولې هڅو ته چې د دغه جګړه ځپلي هیواد خلکو ورته له کلونو انتظار ایستلی، زیان رسوي. اروپایي ټولنه په دې برخه کې د افغانستان خلکو او دولت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي".
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پلاوي دفتر، د مارچ په دولسمه د رسنیو له لارې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې کمپاین پیل کړی وو، چې نن پای ته ورسیده.
دغه کمپاین په دریو برخوکې ترسره شو چې زیاته پاملرنه په کې د افغانستان عدلي او قضایي او د کانونو سکټورونو کې شته فساد ته شوې وه.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مایکل میلبن د دغه کمپاین په اړه ویلي چې په تیرو دوو میاشتوکې د فساد پر وړاندې د دغې ټولنې رسنیز کمپاین په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د تودو بحثونو د راپورته کیدو سبب شوی دی.