د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه کې د ترکېې د غړیتوب په اړه خبرې روانې دي


د بیلجیم په پایتخت بروکسل کې د اروپايي ټولنې په غونډه کې یوه مهمه موضوع ترکېې ته په دې ټولنې کې د غړیتوب ورکولو هم ده، که چرته ترکېې ته په اورپايي ټولنه کې ځای ورکړل شي نو دا به د دې ټولنې نه د انگلستان د وتلو نه پس دویم ستر بدلون وي.

د ترکېې او اروپايي ټولنې ترمنځ د مذاکراتو په دې ناسته کې د ترکېې د مالېې وزیر، د اورپايي ټولنې دپاره د ترکېې وزیر،د هالینډ د بهرنیو چارو وزیر، اواروپايي ټولنېکې د گاونډیو د چارو د کمیسون غړی، شامل و.

د اروپايي ټولنې د منشور دري دیرشمه ماده چې د مالي او د تمویل د چارو په اړه ده ،د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازاد بحث وشو. ترکیه که چرې غواړي چې د اروپايي ټولنې غړی شي نو باید د اروپايي ټولنې د منشور ټول ٣٥ مادې په ځان عملي کړي. خو دا چې ترکیه د قبرص هیواد ازاد حیثت نه مني ،نو د دې منشور پینځه مادې ورباندې بندې دي.

بروکسل کې د ترکېې او اروپايي ټولنې استازي رسنیو ته توضیحات ورکوي
بروکسل کې د ترکېې او اروپايي ټولنې استازي رسنیو ته توضیحات ورکوي

په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب اخیستو دپاره د ترکېې هڅې د ډېرې مودې نه روانې دي، خو اوس چې انگلستان د اورپايي ټولنې نه وتلو دپاره د عامه نظر پوښتنې یا ریفرینډم د لارې راېې ورکړه ،نو ترکیه وايي چې دوي ته نوره هم اسانه شوه چې اورپايي ټولنې کې گډون دپاره ورته لاره خلاصه شي. د اورپايي ټولنې دپاره د ترکېې وزیر عمر کلیک وايي چېد اورپايي ټولنې نه دانگلستان وتل به د ترکېې دریځ نور هم پیاوړی کړي.

خو د اورپا زیات شمیر خلک په اروپايي ټولنه کې د ترکېې د شمولیت سره مخالف دي، چې دې دپاره یو لړ علتونه وړاندې کوي. چې دې کې یوه علت دا ښودل کیږی چې ترکېه یو اسلامي هیواد دی او ورسره دا ویره هم لري چې د اورپايي ټولنې د غړیتوب اخیستو سره به د ترکیې نه زیات شمیر کې ترک مهاجرین اروپايي ملکونو ته مخه وکړي.

د اروپايی ټولنې مشرانو د ترکېې نه غوښتي چې د بشر د حقوقو هغه ټول معیارونه باید قبول کړي چې د دې ټولنې نور غړي ورباندې عمل کوي.

د هالینډ د بهرنیو چارو وزیر برټ کونډرز په بروکسل کې د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر سره ملاقات نه پس خبریالانو ته وویل چې« «د اروپاټولنه د ترکېې نه غواړي چې اصلاحاتو عمل دې جدي کړي، په تیره د قانون په حاکمیت او د بنیادي حقوقو په ورکولو کې دې جدت نه کار واخلي. نو ترکیه چې د اروپايي ټولنې غړیتوب ته کاندیده ده ،نو باید د دیموکراسۍ او د قانون د واکمنۍ دپاره ټاکل شوي ټولو اصولو ته درناوی وکړي.

په اروپايي ټولنه کې د گاونډیو د چارو د کمیون غړی جونس هېن وايی چې موږ د ترکېې دپاره د منشور یو باب هم خلاص کړیدی، چې دې سره د پرانستل شوو بابونو شمیر ١٦ ته رسیږي. موږ د ترکېې د غړیتوب عمل د گړندي کولو هسې کوو.

اروپاکې زیات شمیر خلک اورپايي ټولنه کې د ترکېې د شاملیدو سره مخالف دي
اروپاکې زیات شمیر خلک اورپايي ټولنه کې د ترکېې د شاملیدو سره مخالف دي

ښاغلي جونس هېن دا هم وویل چې«موږ په تېرو څو میاشتو کې ډېر ښه او گډش پرمختگونه ولیدل. نو موږ اوس خپلو ولسونو ته دا دا ویلو شو چې دا خبرې یوازې نمایشي نه دي بلکې دا به د دواړو طرفونو د گټو او ورته پیښو مسلو د حل دپاره گټور وي. نو اوس به موږ د منشور یو شمیر نورې مادې هم خلاصې کړو چې هغې کې د قانون د واکمنۍ ماده هم شامله ده.

بلخوا ترکېې د اورپايي ټولنې نه غوښتنه کړیده چې د ترکېې اتباعو ته باید اجازه ورکړل شي چې په ازادۍ سره اورپايي ملکونو ته سفر وکړي. خو بروکسل وايي چې ترڅو ترکېه د تروریزم ضد خپل قوانین اصلاح نه کړي ، د غړیتوب حق نه ورکوو. خو ترکیه بیا وايی چې داسې نشي کولی ځکه چې همدا اوس د کرد یاغیانو سره په جگړه کې ښکیل ده.

په بروکسل کې داورپايي ټولنې غونډه چې د پنبجشنبې په ورځ پیل شوه نو د هغو ۴٢ مړو دپاره د درناوي دپاره د یو څو شیبو سکوت اختیار کړ ،چې د سه شبنې په ورځ استنبول په هوايی ډگر حملې کې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG