په داسي حال کې چې د یونان د مالیې وزیر خبرداری ورکړ چې حکومت به یوې موافقې ته ورسیږي، ددغه هیواد لومړي وزیر لوکاس پپاډیموس خپل پر متحدینو باندي فشار راولي چې د حکومت د وړنګیدلو د مخنیوي دپاره دي د ژغورنې د یوه پلان څخه ملاتړ وکړي.
وروسته له هغه نه چې د مالیۍ وزیر ایوانجلیس وینزیلوس خبرداری ورکړ چې حکومت د یکشنبې تر ورځې پوري وخت لري چې د مالي تمویل دویم پلان وړاندي کړي، صدراعظم پپاډیموس اضطراري غونډه راوغښته. د ښاغلي وینزیلوس خبرداری په داسي حال کې په مطبوعاتو کې خپرېږي چې د ایرو زون هیوادونو پر یونان باندي که چیري دغه هیواد د اصلاحاتو ثبوت وړاندي نه کړي، د مالي مرستو د بندولو ګواښ وکړ
هغه وویل چې حالات ډیر حساس دي او یونان په اصطلاح د چړې پر څوکه دی.
د یونان پایتخت اتنس هڅه کوي چې د ۳۲ خصوصي مالي تاسیساتو نه اخیستی پور سم نیمايي ادا کړي چې اندازه یې ۱۳۰ میلیاردو ډالرو ته رسیږي. په عین وخت کې دغه هیواد د نړیوال وجهي صندوق او ایرو زون د ۱۶ هیوادونو نه د ۱۶۹ میلیاردو ډالرو مالي مرستې غوښتنه هم کوي.