د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوال ماشوم د مړي عکس اروپایان هيښ کړي


په تیرو اتو میاشتو کې اروپا ته ٣٥٠ زره کسان مهاجر شوي دي.
په تیرو اتو میاشتو کې اروپا ته ٣٥٠ زره کسان مهاجر شوي دي.

د ترکیې په یو ساحل کې د یو تنکي ماشوم زړه بوګنونکي تصویرونه د اروپا په لور د ستونزو او مصیبتونو ډک سفر ښه انځوروي.

ترکي چارواکیو د پنځو ماشومانو په ګډون د دولس کسانو د مړینې خبر هم ورکړی دی چې د هغوی کښتۍ د یونان د کاس د ټاپو په لور د تگ پر وخت ډوبی شوي دي.

د چارشنبې په ورځ د اروپا په گوټ گوټ کې په ټولنیزو رسنیو کې د دغه سوري ماشوم عکسونه خپاره شول او ډول ډول غبرگونونه یې راوپارول.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر مانویل والس د هغه ماشوم په اړوند چې د ترکیې په ساحل کې مړ موندل شوی، په ټولنیزو رسنیو کې یو پیغام خپور کړی دي چې وایي " د هغه نوم ایلا کردي دی." هغه زیاتوي چې " دا بېړني اقدام ته اړتیا لري. په بېړه باید اروپا گډ عمل وکړي."

دا په داسې حال کې دي چې د ملگرو ملتونو یو هیئت وایي د ٢٠١١ کال راهیسې څه دپاسه ٢٠٠٠ سوریایان چې غوښتل یې فرانسې ته لاړ شي، د مدیترانې په بحیره کې غرق شوي دي او دا په داسې حال کې دي چې په سوریې کې لا هم کورنۍ جگړه روانه ده.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا وایي د سوري مهاجرو په ساتنه کې نړیواله ناکامي اوس د اروپا په جنوب کې د مهاجرو د بحران د رامنځ ته کیدو سبب شوی ده.

له بلې خوا نن د پولیسو له وتلو وروسته زیات شمیر مهاجرین د بوډاپسټ د اورګاډو په سټیشن کې په دې تمه راغونډ شوي چې د راتلونکي ښه ژوند په هیله د لویدیځې اروپا په لور ولاړ شي. خو په سلګونو مهاجر په داسې حال کې په تشو اورګاډو کې سپاره شول، چې هنگري چارواکو اعلان وکړ چې نن لویدیځې اروپا ته د اورګاډو سرویس نشته.

د هنګري صدراعظم مهاجرینو ته په یو سخت پیغام کې وویل "مهرباني وکړﺉ، مه راځی. تاسو له ترکیې نه اروپا ته ولې ځی؟ ترکیه یو خوندي هیواد دی. هلته پاتې شی، ځکه چې دلته راتلل خطر لري. مونږ دا نشو تضمینولی چې تاسو به دلته ومنل شی."

د هنگري صدراعظم په بروکسل کې د اروپا د پارلمان د رئیس مارتین شولتس سره د مهاجرو د کړکیچ په هکله خبرې وکړې. هغه د جرمني د صدراعظمې انگلیلا مرکل وروستیو څرگندونو ته په انتقادي نظر وویل چې د هنگري په پوله د مهاجرو موضوع اروپایي ستونزه نه بلکې د جرمني ستونزه ده.

خو د اروپایي پارلمان رئیس ښاغلي شولتس د هغه له خبرو سره موافق نه دی او وایي ستونزه یواځې د جرمني نه ده بلکې د ټولې اروپا ده.

ښاغلي شولیس وویل د پنځه سوه زرو مهاجرو ویش د ٥٠٧ میلیونو اروپایانو په منځ کې "مشکل نه دی"، خو یواځې د څو غړو هیوادونو ترمنځ د هغې ویش ستنوزه ده. هغه وویل چې اروپایي پیوستون د دې موضوع د حل لار ده.

د دویمې نړیوالې جگړې راوروسته اروپا د کډوالو له لوی کړکیچ سره مخامخ ده. یواځې په تیرو اتو میاشتو کې اروپا ته ٣٥٠ زره کسان مهاجر شوي دي.

په دې وروستیو کلونو کې په سوریې ، یمن، منځني ختیځ، آسیا او افریقاېي هیوادونو کې د جګړو او فقر له امله په لکونو وگړي د اروپاېي هېوادونو د پولو په لور خوزیدلي دي.

د اروپا د اتویشتو غړو هیوادونو ټولنه د سپتمیر په څوارلسمه د مهاجرینو په اړه بیړنۍ خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG