د لاس رسي وړ اتصالات

په اروپا کې د ترویزم پر ضد امنیتې گامونه پورته شوی


بلجیم پرون د شنبې په ورځ په لسگونو کاله وروسته د اول ځل د پاره خپل عسکر لارو کوڅو ته واستول چې د یهودانو په سیمو او نورو ځایونو کې چې د تروریستانو د حملو هدف دی، امنیت وساتي.

په بروکسیل او انتوویر کې دغه امنیتي اقدامات وروسته له هغه کیږي چې د یونان پولیسو وویل چې دوی پرون د شنبې په ورځ لږترلږه څلور کسه نیولي دي او په بلجیم کې په پولیسو باندي د ناکامي تروریستي حملې د دسیسې په اړه پوښتني او تحقیقات ځني کوي.

د یونان د پولیسو یوې منبع وویل چې چارواکي غواړي دا معلومه کړي چې په دغو څلورو نیول شوو کسانو کې (عبدالحمید ابا وود) هم شته که نه. په دغه سړي باندي دا گمان کیږي چې هغه د هغي تروریستي شبکې طراح و چې د پنجشنبې په ورځ د بلجیم پولیسو ړنگه کړه.

تحقیق کونکي په ( اباوود) پسې گرځي چې پیدا یې کړي. هغه اصلا المغربی دی او د بلجیم تابعیت لري او ویل کیږي چې په یونان کې یې ځان پټ کړی دی.

د بلجیم پولیسو د پنجشنبې په ورځ د هغه هیواد په ختیځ کې د ( ویر وییې) په ښار کې په یوې تروریستي شبکې باندي چاپه ووهله، دوه مشکوک کسان یې ووژل او د یوه چارواکي په قول په بلجیم کې یې « د یوې لوی او حتمي حملې» مخه ونیوله. دغه چارواکي وویل چې د دغي شبکې ځیني غړي د سوریې نه بیرته راستانه شوي وو.

بلجیم وایي چې دغي شبکې دا پلان جوړ کړی و چې پولیسان ووژني.

دا لا نه ده معلومه چې دغه شبکه په فرانسه کې د وروستیو تروریستي حملو سره چې ١٧ کسه په کې ووژل شول څه اړیکي لري که نه.

XS
SM
MD
LG