د لاس رسي وړ اتصالات

ستره محکمه د پوځ او ISI د مشرانو د ملک نه بهر د کار معلومات کوي


د پاکستان سترې محمې امر کړیدی چې د پاکستان د پوځ د پخواني مشر راحیل شریف او د استخباراتي ادارې آی ایس آی پخواني مشر شجاع پاشا د ملک نه د باندې د کار په اړه دې ورته معلومات ورکړل شي.

د پاکستان د سترې محمکې قاضي القضا چودري ثاقب نثار دغه امر د دغه مشرانو د غبرگ تابعیت په اړه د یوې قضیې په مهال کړیدی.

د یادونې وړ ده د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز راحیل شریف د تقاعد نه وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ملکونو د پوځي ائتلاف مشري کوي. دغه ائتلاف په خاصه په یمن کې د حوثي یاغیانو ضد جنگیږي. د آی ایس آی پخوانی مشر پاشا په عربي اماراتو کې د یوې شخصي امنتیتي کمپنۍ سره کار کوي.

قاضي القضا نثار د چارشنبې په ورځ په محکمې کې د دفاع سکرتر ته وویل چې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر چې د ملک سري او حساسه معلومات ورسره وي، هغه د کوم قانون په اساس په نورو ملکو کې کار کولی شي او داسې د پوځ مشر هم څنگه بل ملک کې دنده ترسره کوي.

لوی څارنوال د قاضي القضا د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په پاکستان کې د کار مودی د پوره کیدو وروسته هر څوک د قوانینو په اساس دا اجازه لري چې د ملک نه د باندې کار وکړي.

د پاکستان د قانون په اساس د پاکستان پوځ حتی دا اجازه نه لري چې پرته د پوځ د لوی درستیز د اجازی د غیرپاکستانۍ ښځې سره واده وکړي.

XS
SM
MD
LG