د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د کښتۍ جوړنې په فابریکې کې چاودنې درې تنه وژلي


د ایران دولتي خبري اژانس (فردا نیوز) وایي د بندر عباس سره نږدې د کښتۍ جوړونې په کمپنۍ کې بیټرۍ چاودلې، درې انجینران یې وژلي دي. په راپور ویل شوي چې دغې فابریکې د ایران د دفاع وزارت ته کښتۍ جوړولې.

چاودنه د شهید درویشي د کښتۍ جوړونې په فابریکې کې شوې.

په راپور کې ویل شوي چې چاودنه په کښتۍ کې شوې چې د اوبو لاندې چلیږي. دغه کښتۍ د جوړیدو په حال کې وه چې بټرۍ یې وچاودله.

ایران د ۱۹۹۲ کال راپدیخوا خپل اکثریت دفاعي تجهیزات دننه د هیواد په فابریکو کې جوړوي. پدې فابریکو کې د سپکو او درنو وسلو تر څنګ، د هاوان توغندي، اوبتلونه او داسې کښتۍ جوړیږي چې د اوبو لاندې چلیږي

XS
SM
MD
LG