د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات د ملي امنیت ریاست کې چاودنې پنځه تنه وژلي


د هرات ولایت د افغانستان په لودیځ کې د امنیتي پلوه د نورو ولایتونو پرتله نسبتآ په ارامو ولایتونو کې شمیرل کیږي.

د هرات په ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، نن د جمعې د ورځې ماسپښین شاوخوا درې نیمې بجې ( وري ۳۰ مه) د دغه ولایت د ملي امنیت د ریاست دننه یوه چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه تنه امنیتي سرتیري وژل شوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته د لومړنیو معلوماتو پر اساس وویل، چې د ملي امنیت د ریاست په اشپزخانه کې د ګاز ډبه چاودیدلې، چې له امله یې درې تنه وژل شوي دي.

ښاغلي فرهاد وویل، په دې پیښه کې څلور تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د هرات په ولایت کې د ملي امنیت د ریاست یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا چاودنه هغه مهال شوې، چې کله د ملي امنیت د ریاست سرتیرو د ریاست ودانې ته دننه د ملي اردو یو رنجر پک اپ موټر لیږدوه.

دا رنجر پک اپ موټر تازه له وسله والو طالبانو څخه بیرته د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی وو.

دغه چارواکي وویل، په چاودنه کې د ملي امنیت سرتیرو ته زیان رسیدلی، خو هغه یې دقیق شمیر څرګند نه کړ.

هرات ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دې پیښې څخه د هرات حوزوي روغتون ته پنځه مړي او څلور ټپیان ور وړل شوي دي.

هغه وویل د دې پیښې ټول قربانیان د ملي امنیت د ریاست سرتیري دي.

XS
SM
MD
LG