د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوی دي.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مایار په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دغه برید کې ۲۳ تنه نور ژوبل شوي هم دي.
چاودنې د کابل ښار په درېیمې حوزې کې د (کارته سخي) ته نژدې شوي دي. دغلته هر کال ډېر ښاریان د نوروز د جشن لمانځلو ته راټولیږي.
چاودنې پنجشنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د لومړۍ ورځې په سهار په ځايي وخت شاوخوا ۹:۳۰ وشوې.
د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد امریکا غږته وویل، چې د کابل د علي اباد په سیمه کې دمخه د ځای پرځای شوي درې ماینونه چاودیدلي.
ښاغلي مجاهد وویل، چې څلورم ماین، چې په یو ګلدان کې ځای پرځای شوی وو، د چاودنې وړاندې د پولیسو له خوا خنثی شوی دی.
په سیمه کې د امریکا غږ اشنا خبریال د راپور له مخې دوه چاودنې د سخي زیارت سره نږدې د یوې کوڅې په دواړو خواو کې شوي، چې له امله یې د سخي زیارت ته د ورغلو زیارت کوونکو ترمنځ ویره رامنځه شوې او ډیر زیارت کوونکي په بیړه د زیارت له سیمې وتلي دي.
کابل کې په زرګونو ښاریان هر کال د کال په لومړۍ ورځ د سخې زیات ته ورځي او هلته د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې په ګډون سره د نوي کال او نوروز لمانځل پیلوي.
تیرکال هم د نوي کال په لومړۍ ورځ د سخې زیارت سره نږدې د علي اباد روغتون ته څیرمه یو ځانمرګي برید شوی وو، چې له امله یې ۲۹ تنه زیارت کوونکي وژل شوي او شاوخوا پنځوس تنه نور ټپیان شوي وو.
نن د ۱۳۹۸ لمریز کال لومړۍ ورځ ده. جمهور رئیس محمد اشرف غني د نوروز د ورځې د لمانځلو لپاره د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته تللی دی.