د لاس رسي وړ اتصالات

په بورکینافاسو کې د فرانسې پر سفارت برید شوی


د بورکینافاسو په پلازمینه اوگوادوگو کې د پیښې له ځای نه دود پورته کیږي
د بورکینافاسو په پلازمینه اوگوادوگو کې د پیښې له ځای نه دود پورته کیږي

د بورکینافاسو امنیتي مقاماتو ویلي چې څلور تنه سخت دریځه اسلامپال چې د جمعې په ورځ یې ددې هیواد په پلازمینه اوگوادوگو کې د فرانسې په سفارت او کلتوري مرکز برید کړی ووژل شول.

د بورکینافاسو د اطلاعاتو وزیر ویلي دي چې دغه څلور بریدگر افراطي مسلمانان وو او کیدای شي چې نور بریدگر به تښتیدلي وي.

د پیښې عیني شاهدانو ویلي چې پنځو تنو وسله والو د یو موټر نه له ښکته کیدو وروسته په ډزو پیل وکړ او بیا یې د فرانسې په سفارت حمله وکړه.

په پیښه کې د ملکي کسانو د احتمالي مرگ ژوبلې په اړه تر اوسه رپوټ ندی ورکړ شوی.

د فرانسې د جمهور رئیس ایمانویل مکرون، دفتر ویلي چې د هیواد جمهور رئیس د فراسنې پر سفارت او فرهنگي مرمز باندې د برید پیښه له نژدې تعقیبوي.

پدې ترڅ کې فرانسوي مقاماتو له فرانسویاتو غوښتي چې د اوگوادوگو ښار مرکز ته له تللو ډډه وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو سفارت هم په بورکینافاسو کې میشتو امریکایانو نه غوښتي چې هغه هیواد له گرځیدو راگرځیدو ډډه وکړي.

د فرانسې سفارت په خپله فسیبوک پاڼه باندې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي وو چې "د زفرانسې په سفارت او فرهنگي مرکز باندې حمله روانه ده."

تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددغه برید مسؤلیت ندی اخیستی. خو پخوا په دغه افریقایي هیواد کې د القاعده شبکې او د اسلامي دولت د ډلې یا داعش سخت دریځو د ورته بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی و.

XS
SM
MD
LG