د لاس رسي وړ اتصالات

هند، پاکستان ته د F-۱۶ پر ورکړې اندېښمن دی


پاکستان وايي له ترهګرو سره د مبارزې او د خپل کورني امنیت د ټینګولو لپاره دغو الوتکو او تجهیزاتو ته اړتیا لري. 
پاکستان وايي له ترهګرو سره د مبارزې او د خپل کورني امنیت د ټینګولو لپاره دغو الوتکو او تجهیزاتو ته اړتیا لري. 

هند پاکستان ته د نویو اف-۱۶ جنګي جټ پر خرڅولو اندیښنه لري خو پاکستان بیا ویلي د هند د دریځ په اړه اندیښنه لري.

د اندیښنو تبادله له هغه وروسته کیږي‌ چې واشنګټن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د۶۹۹ میلیون ډالرو په ارزښت د یوه قرارداد له مخې بهپر اسلام آباد اته اف-۱۶ جټ او د رادار تجهیزات وپلوري.

پاکستان وايي له ترهګرو سره د مبارزې او د خپل کورني امنیت د ټینګولو لپاره دغو الوتکو او تجهیزاتو ته اړتیا لري.

خو، هند پر دغه تړون اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه الوتکې د ترهګرۍ په ختمولو کې مرسته کولی نشي.

د هند د بهرنیو چارو سکرتر،جي شنکر، په نوي ډیلي کې د امریکا سفیر ریچرډ ورما وزارت ته وربللی و او له دې کبله یې خپله اندېښنه ورته ښودلې ده.

هاخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې اسلام اباد د نوي ډهلي پر دغه تشویش حیرانه شوی دی.

د وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې هند باید له دې کبله اندېښنه ونکړي ځکه چې هند تر پاکستان د وسلو ډېر پېر او پلور کوي او د وسلو ډېرې زېرمې هم لري.

امریکا له دواړو سیالو هیوادونو، هند او پاکستان، سره ژورې پوځي او سیاسي اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG