د لاس رسي وړ اتصالات

په ګانا کې د امریکا جعلي سفارت وتړل شو


دا جعلي سفارت د ویزو او نورو اسنادو په بدل کې له خلکو شپږ زره ډالره اخیستل
دا جعلي سفارت د ویزو او نورو اسنادو په بدل کې له خلکو شپږ زره ډالره اخیستل

د ګانا افریقایي هېواد په پلازمینه اکرا کې چارواکو د امریکا جعلي سفارت تړلی دی. دا سفارت د یوې لسیزې لپاره یو شمېر جنايي کړیو مخ ته وړه او خلکو ته یې ګڼې ویزې هم ورکړې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي مجرمینو دا ویزې په ناقانونه ډول ترلاسه کړې وې.

دغه جعلي سفارت د ګانا په پلازمینه کې په یوې دوه پوړېیزې ودانۍ کې و، چتونه يې کلک او سپنیز جوړ شوي وو، د باندې پرې د امریکا بیرغ ځوړند او په خونې کې یې د ننه د ولسمشر باراک اوباما غټ تصویر ځوړند و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي "دا سفارت د امریکا له حکومت سره تړاو نه درلوده، بلکې د ګانا او ترکیې منظمو جنايي ډلو مخ ته وړه چې ورسره د ګانا یو مدافع وکیل چې د کډوالو قضیې څېړي، هم برخه لرله".

د رویټرز خبري اژانس وايي د دغه جعلي سفارت د کونسلۍ په برخو کې هغو ترکانو کار کاوه چې روان انګلیسي او هالنډي غږیدل. د امریکا د بهرنیو چارو وزرات وايي پلټونکو د هالنډ یو جعلي سفارت هم موندلی دی، خو تراوسه هالنډ په دې اړه څه نه دي ویلي

سفارت څنګه کار کاوه

دغو جنايي کړیو به خلکو ته هغه امریکایي ویزې ورکولې چې د فساد او جعل له لارې یې ترلاسه کړې وې. پر دې سربېره یې جعلي تذکزې او نور جعلي اسناد هم جوړول او د ویزې او نورو اسنادو په بدل کې به یې له خلکو ۶۰۰۰ زره ډالره اخیستل.

دغو جنايی کړیو به چارواکو ته پېسې ورکولې چې ویزې او تشې فورمې ورته وباسي او ور یې کړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې نه دي ویلي چې څنګه یې دا کار کاوه او دا یې هم نه دي ویلي چې په دغو ویزو باندې تراوسه څومره کسان امریکا او نورو هېوادونو ته تللي وي.

جعلي سفارت به د اونې درې ورځې کار کاوه، خو د ویزو اخیستلو لپاره باید مخکې له مخکې وخت اخیستل شوی وای. دغو جنايی کړیو پر ګانا سربېره په توګو او عاج ساحل هم خپل اعلانونه ځوړند کړي وو او د لویدیځې افریقا ه هم خلک د ویزو اخیستلو لپاره ورتلل.

پر دغې ودانۍ د چاپې پر مهال چارواکو د هند، جنوبي افریقا او شنګن اصلي او جعلي ویزې هم ترلاسه کړي او ورسره د لسو بېلابېلو هېوادونو ۱۵۰ پاسپورټونه یې هم موندلي دي. په نیولو شویو موادو کې یو لپټاپ او یو ځېرګ تیلیفون هم شته.

په افریقا کې د امریکا او لویدیځو هېوادونو د ویزو اخیستل سخت شرایط لري ، ځکه د چارواکو همدغه سفارتونه او سفارتي چارې د جنايي کړیو اصلي هدف دي.

د امریکا اصلي سفارت د ګانا د پلازمینې په یوه تر ټولو قیمت ځای کې دی، چې کلک امنیتي تدابیر لري.

XS
SM
MD
LG