د لاس رسي وړ اتصالات

فیس بوک په نړۍ کې اعتیاد ګرځیدلی


د انټرنیټ په نړۍ کې بیلابیلې ویب پاڼې جوړې شوې لکه ګوګل، یوټیوب، یاهو، جي میل او داسي نورې نامتو ویب پاڼې خو یوې ویب پاڼې هم پر خلګو دومره تاثیر نه دی اچولی لکه د فیس بوک ورځپاڼې چې پر بیلابیلو طبقو باندي اچولی. د ځوانانو نه شروع تر سیاستمدرانو او مدني ټولنې تر غړو پوري په دې ویب پاڼه کې غړیتوب لري.

دغه ویب پاڼه د (مارک زوکربیرګ) له خوا د نړۍ په مشهور پوهنتون، د هاروډ په پوهنتون کې چې د آمریکا د مسیچیوسس په ایالت کې واقع دی، د لومړي ځل دپاره پرانیستل شوه. زوکربیرګ فکر هم نه کاوه چې د هغه دغه کوچنۍ ویب پاڼه چې د خپلو ملګرو او پوهنتون د همزولو دپاره یې پرانیستلې وه، یو وخت به په ټولې نړۍ کې خپره شي او هر یو به ځیني ګټه واخلي.

ددغې ویب پاڼې نوم په پیل کې فیس مش و او د یوې ټولنیزې شبکې په څیر یې د هارورډ په پوهنتون کې فعالیت کاوه چې غړو به یې ددغه ویب پاڼې په مرسته د یوه بل سره عسکونو شریکول.

ددغه ویب پاڼې د موسس مارک زوکربیرګ په باب بیلابیل تبصرې شوي دي تر دې چي په دې ورستیو کې په هالیوډ کې پر هغه باندي یو فلم هم جوړ شوی چې په کښی یې پر هغه باندي نیوکې کړي. زوکربیرګ ددغه فلم پر هغه لوبغاړي چې د (زوکربیرګ) رول لوبوي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هغه د لاملونو په باب چې ولي یې د فیس بوک ورځپاڼه پرانیستله غلط برداشتونه او قضاوتونه شوي دي.

په دغه فیلم کې ویل شوي چې (زوکر بیرګ) دا ویب پاڼه ځکه پرانیستله چې د خپلو همزولو په منیځ کې مطرح شي او قدرت ترلاسه کړي او د انځوڼو توجو ځان ته ورواړوي خو زوکربیرګ دغه خبري ردوي.

ځیني نور ادعاګانې بیا داسي دي چې وايي هغه دغه ویب پاڼه په خپل پوهنتون کې د یوه خاص مقصد په خاطر پرانیستله هغه دا چې د خلګو کمپیوټرونو ته په غیر قانوني توګه لاس رسی پیدا کړي او د پوهنتون د غړو شخصي معلومات ترلاسه کړي.

ددغو ادعاګونو له مخې، د هغه د دې کار په خاطر د هارورډ پوهنتون پر هغه باندي د انټرنیټي غلا او نورو انټرنیټی سرغړونو تورونه ولګول او ویب پاڼه یې د څو ورځو دپاره وربنده کړه. خو وروسته پر زوکربیرګ باندي تورونه ایسته شول او ویب پاڼې ته یې بیرته د فعالیت اجازه ورکړل شوه.

په کال ۲۰۰۴ کې دغې وېب پاڼې خپل رسمي ویب سایټ پرانیزه چې د فیس بوک ډاټ کام په نامه یاد شو او د ورځې په تیریدو سره یې غړي پسي ډیریدل چې د ۲۰۱۰ کال د احصایې له مخې دغه ویب پاڼې د ۵ ساوه میلیونو نه زیات غړي درلودلل او په ۲۰۱۰ کال کې یې ټول سرمایه ۱۱،۵ میلیارده ډالره وه.

فیس بوک تقریبا په پرمختللو هیوادونو کې هر کور ته لار موندلې ده او تقریباْ هر ځوان یې محتاط کړی دی. دغه راز په هغو هیوادونو کې چې مخ پر ودې دي، هر هغه څوک چې انټرنیټ ته لاس رسی لري هغه تر ډیره بریده د فیس بوک عضویت هم لري. دا چي ولي د احتیاط د کلمې نه کار اخلم، دلیل یې دا دی چې د هر یوه ځوان نه مي چې پوښتنه کړې چې فیس بوک لریْ او څومره فعالیت په کښي کویْ راته وايي هو او ځیني سر ټکوي چې وخت مي را ضایع کوي. داسي کسان هم شته چې د ۱۰ دقیقو په هدف درې ساعته په فیسبوک کې تیر کړي او بیا د ځان سره وايي چې دا به وروستی ځل وي چې دومره وخت تیر کړم خو سباح بیا زوړ ملا زړې تراوې.

یوه مسله باید په پام کې وساتو چې فیسبوک ډیره ښه وسیله ده چې د انسانانو په ژوندانه کې په تیره بیا د ځوانانو په ژوندانه کې د پام وړ بدلون راوړلای شي، په دې شرط چې د مثبتو ابعادونو نه یې ګټه واخیستل شي او منفي ابعاد یې دپامه وغورځول شي. د بیلګې په توګه کله چې یو ښه مطلب ووینو چې ادبي، سیاسي، کلتوري یا ټولنیز بڼه ولري نو باید د دغې ویب پاڼې په مرسته یې د نورو ځوانانو سره شریک کړو او بې معنی څرګندونې او لیکنې په فیسبوک کښي ونکړو.

په دې هیله چې ځوانان د دغې موثرې ویب پاڼې نه په مثبتو ابعادو کې ګټه واخلي!

XS
SM
MD
LG