د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د طالبانو جعلي نماینده په خبرو کې برخه لرله


نیویارک ټایمز: د طالبانو جعلي نماینده په خبرو کې برخه لرله
نیویارک ټایمز: د طالبانو جعلي نماینده په خبرو کې برخه لرله

هغه چارواکي چې، له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د پخلاینی له هڅو سره آشنا دي، وايي هغه سړی چې په دې پټو خبرو کې منځگړتوب کوي، او ادعا کوي چې د طالبانو یو غټ قوماندان دی، هغه په حقیقت کې ډیر چالاکه او نیرنگباز سړی دی.

خبري رپوټونه د یوه داسې چارواکي له قوله رپوټ ورکوي چې خپل نوم نه څرگندوي.

دغه چارواکی وايي دغه سړی چې د اختر محمد منصور په نامه خپل ځان معرفي کوي، متقلب او ټگمار دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې د ناټو او افغان چارواکیو وویل چې هغوی له دغه سړي سره درې مجلسونه کړيدي.

چارواکیو وویل چې دغه سړی د ناټو په الوتکه کې کابل ته هم بېول شوی و چې له جمهور رئیس کرزي سره ملاقات وکړي.

رپوټ وايي چې ښاغلي کرزي د سه شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ده هیڅکله له منصور سره ملاقات ندی کړی.

خو کرزي دا نه ویل چې ایا هغه له کوم داسې سړي سره ملاقات کړیدی چې ادعا کوي چې دی منصورد ی او که نه.

نور تفصیـل:

رپوټ وايی چې دغه ټگمار سړي د هغو هلو ځلو په برخه کې شکونه را پیدا کړل چې په افغانستان کې ددغه نهه کلن جنگ د پای ته رسولو لپاره کیږي.

تېره اونۍ د افغانستان د طالبانو مشر ملا محمد عمر دا خبره رد کړله چې دده ډلې د افغانستان د حکومت سره د سولې د تړون په خبرو اترو کې برخه اخیستې ده.

ملامحمد عمر د سولی مذاکرات ( بی بنیاده پروپاگند ) وباله او وې ویل چې دا ددې لپاره کیږي چې هغه څه د خلکو له نظره پټ کاندي چې دی ورته په افغانستان کې د امریکا په مشرتابه د قواوو ناکامي وايي .

د یوې ادعا له مخې دغه ټگمار له پاکستان نه راغلی و. د هغه هویت او امکاني انگېزه چې د طالبانو د قوماندان، اختر محمد منصور په نامه ځان معرفي کړي، معلوم ندي.

د افغانستان یو شمېر چارواکي شک کوي چې دا سړی به گنې د پاکستان د استخباراتو ادارې ISI رالېږلی وي.

رپوټ وايي چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه اولنۍ خپرونه ده چې ددغه جعلي مشر په باب د خپلې دوشنبې د ورځی په یوه مقاله کې یې معلومات خپاره کړل.

XS
SM
MD
LG