د لاس رسي وړ اتصالات

د ټویټر جعلي حسابونه د تحقیقاتو پېلېدو سره ورک شول


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا فیډرالي او ایالتي چارواکو د ټولنیزو رسنیو د جعلي حسابونو په اړه تحقیقات شروع کړیدي.

د ټویټر د لسگونو استعمالونکو په ملیونو تعقیبونکي هغه وخت ورک شول چې د امریکا فیډرالي او ایالتي چارواکو د ټولنیزو رسنیو د جعلي حسابونو په اړه تحقیقات شروع کړل.

د ټویټر دغه کارونکي چې تعقیبونکي یا لوستونکې یې بایللي دي، پکې سرمایه دار، لوبغاړي او خبریالان شامل دي. دغو کسانو اکثره د دیومي د شرکت نه تعقیبونکي اخیستي و. دغه شرکت د اصلي کارکونکو د معلوماتو په اساس جعلي حسابونه جوړوي.

ټویټر ویلي و چې هغوي به د دیومي شرکت ضد اقدامات وکړي. د ټویټر ویاند په دې هکله د تبصرې نه ډډه کړیده چې ایا جعلي پاڼې به وتړي او کنه.

د یادونې وړ ده چې په ټولنیزو رسنیو د جعلي تعقیبونکو په بیه اخیستل د ډیر وخت راهېسې کیږي. اکثره خلک او یا کمپنۍ غواړي چې د مشهوریدو په خاط‏ر تعقیبونکي پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG