د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د والي پر ضد لاریون کې ډزې شوي


فراه کې نن د چهارشنبې د ورځې لاریون د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د خرابیدو په غبرګون کې شوی دی.

نن د چهارشنبې په ورځ د فراه ولایت په سلګونو اوسیدونکو په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو وروسته د فراه د والي د ګوښه کیدو لپاره د ښار په لارو کوڅو کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکي، چې زیات شمیر یې د فراه د ښار دکانداران وو، د دکانونو د تړلو وروسته په دغه ښار کې لاریون وکړ او د ولایت د والي او نورو ولایتي چارواکو د ګوښه کیدو غوښتنې یې کولې.

د فراه د ولایتي شورا غړې میرمن جمیله امیني د لاریون په هکله امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د لاریون اصلي علت د لویې لارې د پولیسو له خوا په ډزو د یو دکاندار وژل او د دغې پیښې وروسته سیمه ییزو مخورو ته د دغه ولایت له امنیتي چارواکو سره د کتنې موقع نه ورکول وو.

میرمن امیني وویل دې کار خلک لاریون ته راپارولي دي.

د فراه د ولایت د ولایتي شورا یو بل غړي دادالله قانع امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې که د ملي یووالي حکومت په چټکه توګه د والي او یو شمیر نورو ولایتي چارواکو د ګوښه کولو لپاره اقدام ونه کړي، نو کیدای شي چې لاریونونه دوام وکړي.

ښاغلي قانع ادعا وکړه، چې په لاریون کې امنیتي سرتیرو په لاریون کوونکو ډزې کړي چې له امله یې اوه تنه ټپیان شوي، چې بیا د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي.

د فراه د والي د دفتر ویاند ناصر مهري په لاریون کوونکو باندې د امنیتي سر تیرو د ډزو ادعا تائید نه کړه، خو هغه د لاریون کوونکو د خورولو لپاره هوايي ډزې تائید کړې.

ښاغلي مهري وویل، چې د لاریون د ترسره کولو لپاره له وړاندې د پولیسو څخه اجازه هم نه وه اخیستل شوې.

ناصر مهري وویل، چې یو شمیر کسان چې هغه ناوړه ګټه اخیستونکي وبلل غواړي، چې د شور ماشور په جوړولو د فراه د ښار امنیتي وضعیت ګډوډ کړي.

هغه وویل، چې فراه ته د تازه دمو ځواکونو په رسیدلو ددغه ولایت امنیتي وضعیت ښه شوی او وسله وال مخالفان هم د ښار له څنډو شاته تمبول شوي دي.

د فراه په ولایت کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو وروسته د سه شنبې په ورځ د افغانستان لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي، د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد اود ملي امنیت ریاست ولایتي مرستیال جنرال عبادالله عباد دغه ولایت ته لاړل.

تیره اونۍ وسله والو طالبانو د فراه د پشت رود په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو عملیات ترسره کړل چې د دغو عملیاتو د څارنې لپاره د فراه د امنیت امر گل بهار مجاهد، ولسوالۍ ته په لار د سرک د غاړې د ماین په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

XS
SM
MD
LG