د لاس رسي وړ اتصالات

فراه والي : طالبان مو له ښار نه شړلي دي


د فراه والي اصف ننګ وايي طالبان یې د ښار له څنډو شړلي دي او د هغوی پر ضد یې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

محمد اصف ننگ اشنا راډيو ته وويل ، له يوې مياشتې نه ډير وخت کيږي چې د فراه ولايت په شاو خوا څو ولسواليو کې د مخالفينو له خوا حملې او جنگونه روان دي ، د عملياتو په نتيجه کې يی له ولسواليو مخالفين په شا تمبولي .

ننگ زياته کړه د تجربې له مخې د ولسواليو عمليات يی بريالي وي خوپه ښارونو کې دعملياتو پر وخت له احتياط څخه کار اخلي تر څو ملکي خلکو ته مرگ ژوبله ونه رسيږي.

هغه دا هم وويل چې د هوايي ځواکونو په مرسته يي د تصفيوي عملياتو په لړکې ډيري سيمې له مخالفيتو پاکې کړي ، دفراه والي مني چې د مخالفينو له خوا تهديدونه شته خو تر پخوا د فراه ولايت امنيتي وضع اوس ښه ده او لاهم عمليات روان دي.

ښاغلي ننګ د نوشابې اشنا سره مرکه کړې ،په پيل کې د فراه ولايت په اوسني حالت غږيږي:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:44 0:00

XS
SM
MD
LG