د لاس رسي وړ اتصالات

د فرخندې کورنۍ د خپل امنیت په اړه اندیښمنه ده


د فرخندې پلاروویل چې دې دا ګڼي چې کله جنایتکاران یو جرم وکړي هغوی بیا بل جرم ته هم لاس اچوي.
د فرخندې پلاروویل چې دې دا ګڼي چې کله جنایتکاران یو جرم وکړي هغوی بیا بل جرم ته هم لاس اچوي.

د کابل د شاه دوشمشیره په زیارت کې د وژل شوې پیغلې فرخندې د کورنۍ غړي وایي چې د امنیتي اندیښنو له امله د دغې پیښې نه د دوه اونیو په تیریدلو اوس هم لا دوی خپل عادی ژوند ته نه دي ورستانه شوي.

د فرخندې پلار انجنير نادر ملک زاده د جمعې په ورځ د افغانستان د حکومت د اجرائیه رئیس او د فرخندې د وژلو د پیښې د پلټنې د کمیسیون د یو شمیر غړو سره په کتنه کې هغوی ته خپلې امنیتي اندیښنې بیان کړې او وې ویل چې د پیښې راوروسته د دوی د کورنۍ ټول غړي په کور ناست دي.

ملک زاده وویل " فعلآ ډیر زیات د خطر احساس کوم دوه لوڼې مې د ابن سینا په دارالمعلمین کې په څوارلسم ټولکي کې دي مشر زوی مې د مالیې د وزارت اقتصادي سلاکار دی دا زوی مې د برق انجنیر دی مجبور دی چې کار وکړي او دفتر ته لاړ شي څلور پنځه لمسیان مې ښوونځي ته ځي اولوڼې مې په ښوونځي کې په لسم یوولسم او دولسم ټولګي کې دي په دې تیرو پنځلس ورځو کې له دې لپاره چې د خطر احساس کوو په کور کې بند پاتي یو له تاسو هیله لرو چې د امنیت د خوندیتوب غم مو وخورئ".

د فرخندې پلار وویل چې دې دا ګڼي چې کله جنایتکاران یو جرم وکړي هغوی بیا بل جرم ته هم لاس اچوي.

د جمعې په ورځ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله اود فرخندې د وژلو د پیښې د پلټنې د کمیسیون د یو شمیر غړو د فرخندې د کورنۍ سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره د فرخندې کورته ورغلي وو.

ښاغلي عبدالله د دغې کورنۍ غړو ته ډاډ ورکړ او وې ویل چې هغوی د کوم کواښ سره مخ نه دي او دا ځکه چې د ښاغلي عبداله په وینا دا پیښه دمخه د کوم ترتیب شوي پلان له مخې نه ده پیښه شوې.

اجرائیه رئیس دغې کورنۍ ته د حکومت له اړخه د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ.

ښاغلي عبدالله وویل " ستاسو اندیښنې له سترګو نه غورځول کیږي اوهراقدام چې ستاسو د داډ سبب کیږي پورته به شي، د بلې خوا د خلکو له اړخه تاسو ته کوم ګواښ مخامخ نه دی د افغانستان خلک پوه شول چې یو جنایت ترسره شوی او یوه بې ګناه په شهادت رسیدلې ده او ټولوغمشریکې څرګنده کړې ده".

اجرائیه رئیس دغې کورنۍ سره ژمنه وکړه چې د فرخندې له قاتلينو سره به قانوني چلند وشي.

٢٧ کلنه فرخنده د تیرهجري شمسي کال د کب مياشتې په ٢٨مه د کابل د شاه دوشمشیره زیارت کې د يو شمیر قهریدلوکسانو له خوا په دې تور چې ګوندې قران کریم ته یې اور اچولی په وهلو وهلو ووژله او بيا يې د هغې مړی هم وسوځاوه.

د فرخندې د وژلو د پیښې د پلټنې د کمیسیون رئیس مولوي محی الدین بلوچ د فرخندې کورنۍ غړو ته وویل چې د دوی پلټنې ښیي چې د پیښې په ځای کې د قران کريم د سوځولو هیڅ ډول نښې نښانې نه دي لیدل شوي او فرخنده بې ګناه وه.

مولوي بلوچ وویل "زموږ موندنو وښوده چې قران کريم هلته نه دى سوځول شوى او هغه اسلامي زده کړه چې فرخندې درلوده هیڅ عقل دا نه مني چې فرخنده دې قران کريم وسوځوي".

د جمهور رئیس له خوا مجرمانو ته د سزا د ورکولو ژمنه

د دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ جمهوررئیس محمد اشرف غني او میرمن رولا غني هم د فرخندې د کورنۍ د غړو سره په ارګ کې کتلي وو.

تیرماښام جمهوررئیس محمد اشرف غني ددغې پيښې په تړاو په خپله لس دقیقیې وینا کې ولس ته د افغانستان د محکمو له خوا په خپلواکه توګه د فرخندې د پیښې د پلټنې ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس غني وویل " د افغانستان لویې څارنوالي دولس کسه لایق او تجربه کاره څارنوالان د دې دوسیې د تحقیق لپاره توظیف کړي دي او تر یوې اونۍ پورې به دغه دوسیه محکمې ته واستول شي. د افغانستان ثلاثه محاکم به په پوره استقلال د عدالت د تامین لپاره فیصله وکړي او د افغانستان حکومت به نه یوازې دغه فیصله محترمه وګڼي بلکې عمل به ورباندې وکړي ".

جمهور رئیس غني وویل چې افغانستان د نظام او دولت څښتن دی او وګړي نه شي کولای چې په خپل سر له ځانونو څخه قاضیان جوړ کړي او د محکمو کار په غاړه واخلي.

جمهور رئیس غني وویل چې د تر سره شویو تحقیقاتو په اساس، په دې پیښه کې ځینو پولیسو هم غفلت کړی دی. ځکه خو داخله وزارت ته هدایت ورکړ شو چې نه یوازې دا مشکل بررسي کړي، بلکې په آینده کې د داسې نواقصو د مخنیوي لپاره یو منسجم پلان ولري. زموږ لپاره د وظیفې په ترسره کولو کې د پولیسو غفلت او بې پروایي د منلو نه ده

جمهوررئیس غني په خپله دغه وینا کې ښځو ته هم د هغوی د ژوند د خوندیتوب ډاډ ورکړ.

ښاغلي غني وویل "موږ د افغانستان ښځو ته دا پیغام لرو چې دولت به د دوی د پت او عزت محافظ او ساتندوی وي. د افغان میرمنو او نجونو لپاره د خوندي او مصوون چاپیریال ایجاد زموږ یوه اصلي او ضروري وظیفه ده".

جمهور رئیس غني وویل چې لا هم په خپله هغه ژمنه دولاړ دی چې ویلي وو د ارګ او جومات تر منځ فاصله به ختموي.

ښاغلي غني وویل چې د حج او اوقافو وزارت ته یې ویلي چې د راروانې یکشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د فرخندې روح ته د دعا لپاره د هغې د فاتحه واخلي.

XS
SM
MD
LG