په امریکا کې د فتح الله گولن ویاند ویلي دي چې یو وسله وال کس د گولن کور ته د دننه کیدو کوښښ کاوه خو چې د هغه امنیت ساتونکو ډزې وکړې نو وتښتیده.
د گولن ویاند ویلي چې حفاظتي مامور د دغه کس د لیدو نه وروسته په هوا کې ډزې کړي وې.
د امریکا د پنسلوانیا ایالت پولیس وایي چې د دغه کس تلاش یې شروع کړیدی او پدی اړه تحقیقات روان دي.
د گولن ډله وایي چې هغوي پدی باور دي، دغه پیښه کې د ترکیې د ولسمشر لاس دی. هغوي وایي چې طیب اردوغان د گولن خلاف د ملک نه د باندې د عملیاتو خبردارې ورکړیدی.
گولن د ترکیې د حکومت ملگری و خو په ١٩٩٩ کال کې د هغې نه وروسته د ترکیې نه وتښتیده چې د دغه ملک حکومت په هغه د ترکیې د سیکولر قوانینو ضد د کار کولو تور ولگاوه. گولن د ترکیې په حکومت د اداري فساد تور لگوي.
د ترکیې حکومت ښاغلی گولن چې د امریکا په متحده ایالاتو کې په خپله خوښه جلا وطن دی د ترکیې د ٢٠١٦ کال د ناکامې کودتا طرح کوونکی گڼي.