د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت د یوې پولیسې د جنسي ځورونې د ادعا پایله اعلان کړه


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې د یوې ښځينه پولیسې د جنسي ځورونې د ادعا پایلې اعلان کړې.

د فاطمې احمدي په نوم د نهمې امنیتي حوزې ساتنمنې د تېرې زمري میاشتې پر ۲۹مه ادعا وکړه چې د یادې حوزې امر د جنسي اړیکې ټينګولو غوښتنه ورڅخه کړې ده.

نوموړې ته هغه مهال د خلکو او کورنیو چارو وزارت پام وواښت کله چې نوموړي پر ټولنیزو رسنیو د خپلو ادعاو ویډيو خپره کړه.

تر هغه وروسته د کورنیو چارو وزارت وویل چې د یادې ښځينه پولیسو د ادعا و په اړه څېړنې کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ماښام اګست ۲۹مه (وږې ۸مه) اعلان وکړ چې د دوی د څېړنو له مخې اغلې فاطمه احمدي د خپلې ادعا په اړه تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت سره خپل هیڅ ډول شکایت نه و ثبت کړی.

یاد وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې اړوند پلاوي پر هغو کسانو چې اغلې فاطمه احمدي لخوا ورباندې د جنسي ازار او اذیت ادعا شوې وه هیڅ اسناد او مدارک پیدا نه کړل.

بیان وايي چې نوموړې پخوانۍ ښځينه پولیسې د پولیسو له یونیفورم څخه ناوړه استفاده هم کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې چې اغلې فاطمه د پرله پسې سرغړونو او بي دسپلینۍ له امله تر یادې ادعا مخکې له دندې څخه منفک شوې هم وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ښځو او ماشومانو د بشري حقونو ریاست سرپرستې مروه امیني هم په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي: "امنيت داخلي همکارانو سره په اړيکه شوم، د بشري حقونو خپلواک کميسيون دوه با صلاحيته ميرمنې هم راغلې د نظارت لپاره. له ټولو مو واوريدل نتيجه دا شوه چې فاطمه محمدي کاذبه ادعا کړې وه او دواړه نارينه همکاران مو بې ګناه وه."

تر دا مهاله فاطمه احمدي په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي که چیري اغلې فاطمه په دې اړه شواهد وړاندې کړي په اړه به یې اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG