د لاس رسي وړ اتصالات

په لبنان کې د حکومت ضد مظاهرې پراخې شوي


د یادونې وړ ده چې په لبنان کې د اکتوبر د ١٧ نیټې نه د حکومت ضد مظاهرې روانې دي.

په لبنان کې د حکومت ضد مظاهرې چې د څو اونیو راهیسې روانې دي، په تشدد بدلې شويدي.

په لبنان کې داسې گواښونه ورکول شویدي چې د روان بحران ضد روانې مظاهرې به په تشدد بدلي شي او دا به د ١٩٧٥ نه واخله د ١٩٩٠ کورني جنگ یادونه بیا تازه کړي.

د لبنان په مختلفو ښارونو کې (چې پکې بیروت هم شامل دی) مظاهره کونکو خپل احتجاج لا زیات کړیدی. حکومت د شیعه مسلمانانو او د عیسویانو د مخالفه ډلو ترمنځ د شخړو د مخنیوي لپاره او د امنیت ساتلو په خاط‏ر پوځ ځاې پر ځای کړیدی.

یو شیعه مشر گواښ کړیدی چې لارې کوڅې به د کنټرول نه ووځي. هغه ویلي دي چې لبنان د گډوډۍ پر لور روان دی. هغه د سیاستمدارانو نه غوښتي چې د حالاتو د کنټرولولو لپاره دې ژر تر ژره اقدامات وکړي.

د یادونې وړ ده چې په لبنان کې د اکتوبر د ١٧ نیټې نه د حکومت ضد مظاهرې روانې دي.

مظاهره کونکي وایي چې د سیاستمدرانو د اداري فساد له کبله ملک د تاریخ د تر ټولو لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG