د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې مسلمانه وزن اوچتونکې او د حجاب لپاره مبارزه


کلثوم عبدالله د ۲۰۱۰ کال جورجیا د ورسک لیسې په سیالیو کې
کلثوم عبدالله د ۲۰۱۰ کال جورجیا د ورسک لیسې په سیالیو کې

په زیات شمیر سپورټي لوبو کې، څه په ملي کچه او یا هم په نړیواله کچه، د یونیفورم په برخه کې یو لړ قوانین موجود دي.

په دغو سپورټي لوبو کې چې نارینه او ښځینه دواړه په کښي ګډون کوي، د نارینو او ښځینو یونیفورم یو شان وي خو د امریکا غږ خبریالې تله هدوي د یوې مسلمانې ښځې سره لیدلي دي چې په خپله وزن اوچتوونکې ده او د وزن اوچتولو د یونفورم سره یې مخالفت څرګند کړی دی.

کلثوم عبدالله، یوه وزن اوچتوونکې ده چې د سپورټ په برخه کې یې د څو کلونو دپاره سیالي کړېده. هغه په عین وخت کې مسلمانه هم ده چې خپل دین په جدي توګه تعقیبوي.

تر ورستیو وختونو پورې هغې نشوای کولای چې د امریکا په سطح په سیالیو کې برخه واخلي ځکه هغې به حجاب اغوست چې پښې او لاسونه به یې په کښي پټ و. د وزن اوچتولو نړیوال فدراسیون د ټولو ورزشکارانو نه غوښتل چې بې لسټونو او لنډ کالي واغوندي تر څو د سیالیو ناظرین او داوران د دوی حرکتونه په سمه توګه وویني.

کلثوم عبدالله په دې اړه وايي:

کلثوم عبدالله وزن اوچتولو ته تیاری نیسي
کلثوم عبدالله وزن اوچتولو ته تیاری نیسي

"زه په روحي لحاظ ډیره اغیزمنه شوم، ځکه کله چې تاسو وزن پورته کوﺉ نو باید د وزن سره حرکت وکړﺉ. په عین حال کې باید قوي اراده او اطمینان ولرﺉ. زما دپاره دغه مایوسي ډیره ستونزمنه وه خو ما بیا هم خپله نهايي هڅه وکړه."

میرمن عبدالله تیر کال، کله چې د امریکا په سطحه په سیالیو کې د ګډون مستحقه وګڼل شوه، نو د حجاب په خاطر ورته د ګډون اجازه ورنکړل شوه. هغې سمدستي اقدام وکړ او د امریکا د وزن اوچتولو د فدراسیون سره یې تماس ونیوه.

"ما د وزن اوچتولو فدراسیون ته یو لیک واستوی او په لیک کې مي خپل دریځ روښانه کړ، ما له دوی سره د سپورټ سره خپله مینه او همداشان هغه مسایل مطرح کړل چې څنګه زه په دې سیالیو کې ګډون کولای شم چې هم مي حجاب مراعت شی او هم پر نورو فضیلت ونلرم. هغوي زما دغه درخواست رد کړه او راته یې وویل چې دوي د وزن اوچتولو د نړیوال فدراسیون تر لاس لاندې دي."

خو میرمن عبدالله د فدراسیون د غړو په ځواب مایوسه نشوه. هغې وروسته د امریکا او امریکا د اسلامي اړیکو د مرکز سره تماس ونیو او د هغه مرکز ویاند، ابراهیم هوپر مرسته ورسره وکړه.

"مونږ د امریکا د المپیک د ملي کمېټې سره اړیکې ونیولې او د هغوی نه مو وغوښتل چې د وزن اوچتولو په نړیوال فدراسیون کې دې د هغې په استازیتوب خبرې وکړي او د هغې قضیه دې وړاندې کړي."

میرمن عبدالله وايي چې دغه موضوع د انټرنیټ پر ویب پاڼه راښکاره شوه، او رسنیو هڅه وکړه چې زما او د المپیک د کمېټې د اړوندو چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

کلثوم د ۲۰۱۰ د جورجیا د سیالیو اتله شوه
کلثوم د ۲۰۱۰ د جورجیا د سیالیو اتله شوه

میرمن عبدالله وروسته خپل مذهبي مکلفیت او دغه راز د سپورټ سره خپله مینه په یوه دوسیه کې ولیکله او د وزن اوچتولو نړیوال فدراسیون ته یې ورواستوه. د هغې د درخواست سره سم څو ورځې وروسته دغه فدراسیون د یونیفورم په قانون کې بدلون راوست.

جان دف د امریکا د وزن اوچتولو د فدراسیون اجرایوي رییس دی. هغه داسي وايي:

"د وزن اوچتولو نوی قانون هغو لوبغاړو ته اجازه ورکوي چې غواړي داسې یویفورم واغوندي چې ټول ځان یې په کښي پټ وي. اوس لوبغاړي کولای شي که وغواړي چې خپل پښې او لاسونه د سپورټ پر وخت په حجاب کې پټ کړي."

د میرمن عبدالله خوب ریښتیا شو او د جولای پر ۱۵ مه یې په سیالیو کې برخه واخیسته او په خپل وزن کې ۵ مه شوه.

XS
SM
MD
LG