د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي پوهنتونونو کې د بهرنيو زده‌کوونکو شمېر کم شوی


په امریکا کې دننه د ځینو تندو سیاسي څرګندونو او د بهرنیانو په وړاندې د اوسنۍ ادارې د نسبتا سختې تګلارې له کبله په امریکایي پوهنتونونو کې د بهرنیو زده کوونکو شمېر کم شوی.

امریکایي پوهنتونونو د ریکارډ په کچه بهرني محصلین جذب کړي، خو په امریکا کې د زده کړو لګښت او منفي سیاسي اظهاراتو د بهرنیو محصلینو د تقاضا کچه د تېرې لسیزې په پرتله راټیټه کړې ده.

د امریکا متحده ایالات بهرنیو محصلینو ته د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله لومړی مقام لري.

په دی هېواد کې څه د پاسه یو میلیون بهرني زده‌کوونکي زده کړې کوي چې دا شمېره په بریتانیا کې د بهرنیو زده‌کوونکو دوه چنده ده.

خو د تېر کال په پرتله ٦،٦ فیصده بهرني محصلین کم شوي دي چې د نړیوالو زده‌کړو د انستیتوت د شمېرو له مخې دا شمېرې د دوه کالو راهیسې په راکمېدو دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د میشگان پوهنتون
د امریکا د متحده ایالاتو د میشگان پوهنتون

زیات شمیر امریکایي پوهنتونونه د خپلو تحقیقاتي پروګرامونو لپاره په بهرنیو زده‌کوونکو تکیه لري، ځکه امریکایان د لوړو زده‌کړو پر ځای د لیسانس له اخیستلو وروسته په عمومي توګه د وظیفې موندلو لټه کوي چې د کارپوهانو په اند پوهنتونونه مجبورېږي چې پر بهرنیو محصلینو باندې تکیه وکړي او ډېرې امریکایي پوهنتونونه د بهرنیو زده کوونکو په تحصلي لګښتونو باندې تکیه کوي.

د پوهنې او فرهنګ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مري رویس وایي چې "په یو رقابتي مارکېټ کې دغه ډول اړیکې ډېرې مهمې دي" چې د هغې په وینا د امریکا اقتصاد ته ۴٢ میلیارد ډالر راوړي او ۴٥٠ زره کارونه ایجادوي.

خو تحصیلي لگښتونه چې د عامو زده‌کړو په موسسو کې په کال کې شاوخوا ٢٠٠٠٠ او په عالي پوهنتونونو کې ٧٠٠٠ ډالر کېږي په داسې حال کې چې نړیوال رقابت په زیاتېدو دی امریکايي موسسې بهرنیو زده کوونکو دومره جالبه نه دي.

د نړیوالو زده کړو د انستیتوت د ویاندې کترین موریس په وینا ٦٥ فیصده بهرني محصلین په "نړیوالو مالي منابعو" باندې تکیه کوي او په عمومي توګه د ټولو محصلینو ٥٩ فیصده یې په خپلو شخصي او فامیلي پیسو باندې تحصیل کوي.

د لیسانس د دورې هغه محصلین چې په شخصي لګښت تحصیل کوي ٨٢ فیصده یې په امریکایي ښوونځیو کې مالي مرستې نشي ترلاسه کولای.

  • امریکا ته د کومو هېوادونو ډېر محصلین راځي؟

د نړیوالو زده‌کړو انستیتوت په ٢٠١٧ کې ویلي وو چې په ٢٠١٥-٢٠١٦ درسي کال کې امریکا ته څه دپاسه یو میلیون محصلین راغلي وو، ٣٢٨٠٠٠ یې له چین او ورپسې ١٦٥٠٠٠ یې د هند وو.

همداشان ددې جملې نه ٩،٥ فیصده د سعودي، ٥.٨ فیصده د جنوبي کوریا او ورپسې په ترتیب سره د کاناډا، ویتنام، تایوان، برازیل، جاپان، مکسیکو، ایران، ترکیې، نایجریا، جرمني، کویټ، نیپال، فرانسې، اندونیزیا، وینزویلا، هانگ کانگ، مالزیا، کلمبیا، تایلند او اسپانیه نه امریکایي پوهنتونونو ته راغلي وو.

تېر کال زیات شمېر پوهنتونونو اندېښنه ښودلې وه چې که چیرې سپینه ماڼۍ امریکا ته پر سفر باندې بندیز او محدودیتونو ته دوام ور هم نه کړي، بهرني محصلین مجبور دي چې وروسته له دې امریکا ته په راتگ ښه فکر وکړي.

په داسې حال کې چې کارپوهان وایي، د لوړو زده‌کړو په موسسو او پوهنتونونو کې د بهرنیو محصلینو د داخلې کموالی ښایي مختلف دلیلونه ولري چې امریکا ته پر سفر باندې بندیزونه په کې شامل دي.

د ٢٠١٧ کال په لومړیو کې جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د اوو اسلامي هېوادونو پر وګړو باندې امریکا ته د راتګ بندیزونه ولګول چې د هغه په وینا دا کار یې د ملي امنیت د اندېښنو په اساس کړی.

د پوهنې او فرهنګ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مري رویس وایي "هغه بهرني محصلین چې د امریکایي زده کوونکو سره یوځای تحصیل کوي د امریکا لپاره ستره مرسته ده." د امریکا د ملي امنیت ښوونکي وایي دا کار د امریکایي دموکراسۍ په شریکولو باندې ولاړ دی او بهرني محصلین کېدای شي دغه ډول مثبتې اړیکې د ژوند تر پایه وساتي.

XS
SM
MD
LG