د لاس رسي وړ اتصالات

د 2018 کال د فوټبال نړیوالي لوبي په روسیه کې کیږي


د لوبې د کوربه توب د خبرو په اوریدو په قطر کې د ماشومانو خوښي
د لوبې د کوربه توب د خبرو په اوریدو په قطر کې د ماشومانو خوښي

د 2018 کال د فوټبال نړۍ والي لوبي به په روسیه او د 2022 کال دغه لوبي به په قطر کی وشي.

د فوټبال نړۍ وال سازمان ( فیفا ) پرون د پنجشنبې په ورځ د سویس زرلینډ په زوریخ کي دا اعلان وکړ. هغه دا اعلان د ټولو هغو ملکونو د استاځو په مخ کي وکړ چي ددغو لوبو کوربه توب ته یې ځانونه کاندید کړي وو.

روسیې ددغو لوبو د ٢٠١٨ کال کوربه توب د انګلستان او هسپانیې، پورتګال او بلجیم او نیدرلینډ نه چي هغوي په ګډه ورته ځانونه کاندید کړي وو، وگاټه.

او قطر د ٢٠٢٢ کال د لوبو کوربه توب د جاپان، جنوبي کوریا، آسټرالیا او د امریکا د متحده ایلاتو نه وګاټه.

قطر به د منځنی ختیځ لومړی هیواد وي چي د فوټبال نړۍ والي لوبي به په کي کیږي او همداراز روسیه به هم د لومړي ځل د پاره په ٢٠١٨ کال کي ددې لوبو کوربه وي.

XS
SM
MD
LG