د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار – هرات پر لار ترافیکي پیښه کې ۱۵ مسافر وژل شوي


د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د جنګ جګړو وروسته ډیر شمیر افغانان په ترافیکي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د فراه ولایتي چارواکي وايي، د جمعې د ورځې سهار (وږي ۳۰ مه) د کندهار- هرات پر لویه لار د فراه ولایت په مربوطاتو کې یو مسافروړونکي بس د یو باروړونکي لارې سره ټکر کړی، چې له امله یې ۱۵ تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا پیښه نن سهار د " پوزک" په سیمه رامخې ته شوې ده.

ښاغلي مهري وویل، چې د دې پیښې په ۱۵ وژل شوو مسافرو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

د فراه ولایت د چارواکو پر وینا ۳۰۴ ډوله بینز بس د یوې لارې سره، چې د غوړو ټیمونه په کې بار وو، ټکر کړی دی.

د فراه ولایت د والي ویاند وايي ډاکټرانو د ۳۰ ژوبلو مسافرو په ډله کې د څلورو تنو روغیتايي وضعیت د اندیښې وړ بللی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د کندهار – هرات پر لار دغسې ترافیکي پیښه پیښږي، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم پر دغه لار په یوه ترافیکي پیښه کې ۱۵ تنو مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د وږي په اولسمه د کندهار – هرات پر لار د کندهار د ژړۍ په ولسوالۍ کې د مسافرو یو بس د یوې لارې سره ټکر کړی وو، چې له امله یې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي وو.

پولیس د لویو لارو په اوږدو کې د ترافیکي پیښو لوی لامل د ډرایورانو بې اختیایي او د ځینو ډرایورانو له خوا د نشه يې توکو کارونه ښيي.

د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د جنګ جګړو وروسته په ډیرشمیر افغانان په ترافیکي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

XS
SM
MD
LG