د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او داعش په خوګیاڼیو کې جګړه کړې


د ننگرهار په خوگیاڼیو کې د داعش جنگیالي او د طالبانو ډلې یو بل سره په جگړو کی ښکیل شوي دي.

د ننگرهار ولایتي چارواکي وایي چې ددې نښتو په نتیجه کې دواړو خواو او ملکَي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د ننگرهار د والي ویاند عطا الله خوگیاڼی وایي چې داعش او وسله وال طالبان د وزیرو او تنگیو په سیمه کې چې د خوگیاڼیو پر ولسوالۍ پورې اړه لري، سره ونښتل.

هغه زیاته کړه، «پدې نښتو کې د داعش شپږ تنه او د طالبانو درۍ وسله وال وژل شوي دي. درۍ تنه نور طالبان ټپي شوي هم دي. پدی ترڅ کی د وسله والو داعشیانو له خوا څلور تنه ملکي وگړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپي شوي دي.»

یو دولتي مقام چې نه غواړي هویت یې څرگند شي، امریکا غږ ته وویل چې دا نښتې د پرون ماښام نه پیل شوې .خو د ننگرهار د والي ویاند وایي چې جگړه په وقفوي ډول دوام لري.

د سیمې خلک د خوگیاڼیو په ځینو برخو کې داعش ملکي وگړي په نښه کوي.

په همدی حال کی د ننگرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، سمونوال حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د هوایی بمباریو په ترڅ کې د اچین په ولسوالۍ کې اته تنه داعشیان وژل شوي دي.

ښاغلي مشرقیوال وویل چې په اچین کې د داعش قوماندان ازبک دی.

"د هغو رپوټونو پر بنسټ چې مونږ تر لاسه کړي د ډلی دا مشر ازبک دی. دا معلومه نده چې دا د افغانستان ازبک دی او که د ازبکستان؟ خو د رپوټ پر اساس ازبک دی."

له بلې خوا، د ننگرهار د والي مطبوعاتی دفتر ادعا کوي چې د افغان ځواکونو په ځانگړو پوځي تصفیوي عملیاتو کې په پچیراگام کې د الهام په نوم د طالبانو ولسوال هم وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG