د لاس رسي وړ اتصالات

'اور او غوسه' له خپرېدو سره تر ټولو ډیر پلورل شوی کتاب


د امریکا په ځینو لویو ښارونو کې دا کتاب خرڅ شوی او خلاص شوی دی

ولسمشر ټرمپ د دې کتاب د نه خپرولو غوښتنه کړې وه، خو ناشر تر ټاکل شوي نیټې دمخه خپور کړ.

د امازون شرکت یو چارواکي‌ د امریکا د CNBC تلویزون ته وویل چې د کتاب له خپرېدو ۷۲ ساعته وروسته د دغه کتاب بازار ډېر ګرم شو او د ډېرو پلورل شویو کتابونو په لست کې یې ځای ومونده. دا کتاب په غږیزې او انلاین بڼې هم خرڅ شوی دی.

تراوسه لا معلومه نه ده چې د دغه جنجالي کتاب څو ټوکه خرڅ شوي‌ دي، خو د متحدو ایالتونو په مشهورو ښارونو واشنګټن ډي سي، نیویارک،‌ لاس انجلس او دا ډول نورو کې د دغه کتاب لومړنی چاپ پلورل شوی او لوستونکي یې دویم چاپ‌ ته تم دي.

د ولسمشر دونالد ټرمپ مدافع وکیلانو ډېره هڅه وکړه چې د دغه پاروونکي کتاب د خپرېدو مخه ونیسي خو کتاب تر ټاکلې نېټې مخکې چاپ ‌او بازار ته راوویستل شو.

د کتاب لیکوال مایکل وولف دی. هغه په خپل کتاب کې په ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشر ټرمپ په انتخاباتي‌ منډو ترړلو او سپینې ماڼۍ ته د رسېدو په اړه مسایل څېړلي ‌دي.

په کتاب کې د ولسمشر ټرمپ د جمهوري ریاست لومړنی کال له ستونزو او کړاوونو ډک بلل شوی او د سپینې ماڼۍ د ځینو چارواکو د وینا په اساس ښاغلی ټرمپ "یو ماشوم صفته انسان بلل شوی چې رواني‌ ډاکټر ته" اړتیا لري.

خو ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر کې د دغه کتاب لیکوال درواغژن او جعلکار بللی او ویلي‌ دي‌ چې لیکوال هڅه کړې له دې لارې خپل خسته کن او بې محتوا کتاب په خلکو وپلوري.

XS
SM
MD
LG