د لاس رسي وړ اتصالات

اور د آسترالیا په ختیځ کې زرګونه خلک وتلو ته اړ کړي


په آسترالیا کې د اور د پراخیدو له امله په زرګونو ګرځندویان د پنجشنبې په ورځ د ( ۲ جنورۍ) د دغه هیواد له ختیځو سیمو وتلو ته اړ شول.

که څه هم د سه شنبې ورځې راهیسې سړې هوا له اور وژونکو سره مرسته کړې او خلکو ته یې دا موقع ورکړې چې خپل د اړتیا وړ توکي پوره کړي، خو د شنبې په ورځ اټکل شوی چې د حرارت درجه به یو ځل بیا لوړیږي او پیاوړي بادونه به بیرته پیلیږي.

د آسترالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن ویلي دا کړکیچ ممکن میاشتو ته وغځیږي.

چارواکي وايي روانه اوونۍ په نیو سوټ ویلز کې ۳۸۱ کورونه له منځه تللي او حد اقل په دې او ګاونډي ویکټوریا ایالت کې ۱۲ تنه وژل شوي.

په آسترالیا کې لګیدلي اور تر دې دمه شاوخوا پنځه میلیونه هکټاره ځمکه سوځولې او شاوخوا ۱۷ کسان یې وژلي او څه باندې ۱۴۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د نیو سوټ ویلز چارواکو د پنجشنبې په سهار ګرځندویانو ته لارښونه وکړه چې د اور له سیمې لږ تر لږ ۲۵۰ کیلومتره لرې ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG